کراچۍ ۔7 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي معاشی استحکام، تلپاتې اقتصادي پرمختګ ، ډھانچه جاتي اصلاحات ، تجارت و سرمایه کاری، نوي معیشت او مالی آسانيو ته لاسرسنه د حكومت شپږ مهم ترجيحات دي۔ په تېرو دوه نيمو كلونو كښې پاكستان د معاشي استحكام په ترلاسه كولو كښې ښكاره پېشرفت كړے دے۔ د پاکستان مائیکروفنانس نېټ ورک 10 م كلنه مائيكرو فنانس كنفرنس …
له معاشی استحکام نه وروستو تلپاتې پرمختګ ، تجارت او سرمایه کاري ته حکومت پام لرنه كوي ، د خزانې وفاقي وزير مائیکرو فنانس نېټ ورک کنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
کراچۍ ۔7 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي معاشی استحکام، تلپاتې اقتصادي پرمختګ ، ډھانچه جاتي اصلاحات ، تجارت و سرمایه کاری، نوي معیشت او مالی آسانيو ته لاسرسنه د حكومت شپږ مهم ترجيحات دي۔ په تېرو دوه نيمو كلونو كښې پاكستان د معاشي استحكام په ترلاسه كولو كښې ښكاره پېشرفت كړے دے۔ د پاکستان مائیکروفنانس نېټ ورک 10 م كلنه مائيكرو فنانس كنفرنس ته د شورو په ورځ ورچوئل خطاب كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان چاپېريالي خسارې كومې چې د جي ډي پي نزدې 12.5 فیصد ته رسېدلې وې ، د تېر مالي كال په پايه كښې په كمېدو 2.6 فیصد پاتې شوي۔ د هېواد د زر مبادله زېرمې د 21.4 ارب ډالرو تاريخي لوړې كچې ته رسېدلي دي۔ اپرېل 2025 څخه د پاكستان په كرېډټ رېټنګ كښې درې وارې ښه والے رامخې ته شوے دے او د 3 اربه ډالرو يورو بانډ په كاميابې اجرا پاكستان د نړيوالې سرمايې ماركيټونو ته بيا راغلے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د يورو بانډ په اجرا كښې د اسيا، مينځني ختيز ، اروپا او امریکې سرمايه كارانو بشپړ ګډون په پاكستان د نړيوالو سرمايه كارانو د باور عكاسي كوي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت په اقتصادي فعاليتونو كښې د نجي څانګې كردار لا زياتولو عزم لري۔ ده ووئيل پاکستان فري لانسرز د تېر مالي كال په مهال د آئي ټي خدمات صادرات څخه 1.6 ارب ډالر ترلاسه كرل۔ سېنېټر اورنګزېب ووئيل اولس او مالي آسانيو ته محدود لاس رسنه لرونكو ټولنو لپاره به مالي وسائلو ته لاسنه زياتول وي۔ ارزانو كورونو لپاره په اولني ځل كور اغستونكو ته نزدې 76 اربه روپۍ وركړې شوي او بېنكارې نظام 400 اربه څخه د زياتو روپو منظوري وركړې ده۔ دغسې وړو كرونده ګرو لپاره په تېرو اتو مياشتو كې نزدې 6 اربه روپۍ منظورې كړې شوي او 2 اربه څخه زياتې جاري كړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د مائيكرو فنانس څانګې مضبوطولو او په ټول هېواد كښې اولس ٬ كاروباري ادارو او كميونټيز ته تر مالي آسانيو لاس رسنې زياتولو له په كنفرنس كښې شوې خبرې زياتې مهمې دي۔






