برسلز۔ 7 اكتوبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او د سلامتيا پاليسي اعلې استازي كاجا كيلس وئېلي دي اروپائي ائتلاف فلسطين كښې په 28 نومبر د كېدونكو ټاكنو كورېج لپاره د مبصر مشن لېږلو ته چمتو دے۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه هغه په سوشل مېډيا يو پوسټ كښې وئېلي دي د اروپائي ائتلاف د انتخابي مبصر مشن تعيناتي په هغه چارو كښې …
اروپائي ائتلاف فلسطين كښې د ټاكنو كوريج لپاره مبصر مشن لېږلو ته چمتو دے ٬ كاجاكيلس

مزید خبریں
برسلز۔ 7 اكتوبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او د سلامتيا پاليسي اعلې استازي كاجا كيلس وئېلي دي اروپائي ائتلاف فلسطين كښې په 28 نومبر د كېدونكو ټاكنو كورېج لپاره د مبصر مشن لېږلو ته چمتو دے۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه هغه په سوشل مېډيا يو پوسټ كښې وئېلي دي د اروپائي ائتلاف د انتخابي مبصر مشن تعيناتي په هغه چارو كښې شامله وه په كومو چې هغه د فلسطين نائب صدر حسېن الشيخ سره په ټېلې فون خبرې وكړې ۔ هغه زور راوړو فلسطيني اولس ته دا حق تر لاسه دے چې هغه د باور وړ ٬ جامع او پاكو ټاكنو د لارې د خپلو استازو ټاكنه وكړي۔ هغه ووئېل نزدې 20 كاله پس كېدونكې دا ټاكنې د فلسطين ادارو ته د تشخص او د استازيتوب د تجديد يوه موقع وركوي۔ ټاكنې د مغربي غاړې بشمول په ختيز بېت المقدس او د غزه په پټۍ كښې كېږي۔ د فلسطين صدر محمود عباس په تېره جولائي مياشت كښې جاري يو صدارتي فرمان كښې په 28 نومېر د قانون ساز ټاكنو د نېټې اعلان كړے ؤ۔









