کوهاټ ، په شادي پور پوليس چوكۍ د فتنة الخوارج بريد شند كړے شو ، د پوليس بشپړه ځوابي كارروايي

  پېښور ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) د كوهاټ په شادي پور پوليس چوكۍ  د فتنة الخوارج ترهګرو بريد وكړو كوم چې د كوهاټ پوليس ځوانانو په زړورتيا او مړانې سره د ځوابي كارروايۍ په كولو ناكامه كړو۔ د كوهاټ پوليس وياند له مخې پولیس ځوانانو د ترهګرو د سختو ډزو په مړانه مقابله وكړه او مؤثر ځواب يۍ وركړو۔ د پوليس د ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې ترهګرو …

 

پېښور ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) د كوهاټ په شادي پور پوليس چوكۍ  د فتنة الخوارج ترهګرو بريد وكړو كوم چې د كوهاټ پوليس ځوانانو په زړورتيا او مړانې سره د ځوابي كارروايۍ په كولو ناكامه كړو۔ د كوهاټ پوليس وياند له مخې پولیس ځوانانو د ترهګرو د سختو ډزو په مړانه مقابله وكړه او مؤثر ځواب يۍ وركړو۔ د پوليس د ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې ترهګرو ته زيات زيان رسېدلے دے۔ د ډزو په تبادله كښې څلور پوليس ځوانان ژوبل شول كوم چې په سمدستي ډول روغتون ته منتقل كړے شول۔ د هغوي حالت له خطرې څخه بهر ښودلے شي۔ د بريد  شنډولو  نه وروستو امنيت ټينګ لا كړے شوے ۔ کوهاټ پولیس د اولس د ځان او مال خوندي كولو عزم لري او امن له به له كومې هم قربانۍ نه سرغړونه نه كوي

مزید خبریں