بشري وسائل او مهارتونو كښې سرمايه كاري د پاكستان د سباؤن  د پرمختګ بنياد دے۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير

  اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي  پاكستان د پرمختګ په لاره روانولو لپاره د پالېسو تسلسل او سياسي استحكام ضرورې دے٬بشري وسائل او مهارتونو كې سرمايه كاري د پاكستان د سباؤن  د پرمختګ بنياد دے ٬ ده په تعليم٬صحت٬غذائيت٬پاكو اوبو او د آبادۍ توازن  د قامي هنګامي ترجيحات ګرځولو په ضرورت زور راوړو ۔د دې خيالاتو څرګندونه …

 

اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي  پاكستان د پرمختګ په لاره روانولو لپاره د پالېسو تسلسل او سياسي استحكام ضرورې دے٬بشري وسائل او مهارتونو كې سرمايه كاري د پاكستان د سباؤن  د پرمختګ بنياد دے ٬ ده په تعليم٬صحت٬غذائيت٬پاكو اوبو او د آبادۍ توازن  د قامي هنګامي ترجيحات ګرځولو په ضرورت زور راوړو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د  “اړان پاكستان”له مخې 11 قومي اقتصادي مشنز كښې 7مشن ” د بشري وسائلو او مهارتونو ودې”غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل  پاكستان څو وارې د پرمختګ پروژې جوړ كړي ٬خو  د سياسي  استحكام نه لرلو له امله د پالېسو تسلسل متاثره شوے دے ۔نن زمونږ په وړاندې دا پرې كنده پوښتنه ده چې 2047 كښې د آزادۍ د 100 كلونو بشپړولو په موقع پاكستان به چرته ولاړ وي٬مونږ له به د معركه حق پشان  معركه پرمختګ هم ګټل وي۔ده ووئيل  اوس يوازې د منصوبو جوړولو وخت نه دے بلكې په دې به موثر عملدرآمد باوري كول هم وي۔ښې منصوبه بندۍ سره موثر عملدرآمد د پرمختګ اهداف د سر كولو ضمانت جوړېدے شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل  “اړان پاكستان”11 د قومي اقتصادي مشنز اهداف سر كولو لپاره داسې عزم٬محنت او قامي يو والي  ته ضرورت لري د كوم چې پاكستان د خپل جوهري پروګرام په بشپړولوو كښې مظاهره كړې۔

مزید خبریں