اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د روسيه د زرعي كمپنۍ شيلكوو ايګروكيم پلاوي ملاقات وكړو او د پاكستان او روس ترمينځه د كركيلې تحقيق٬تخم٬زرعي داروګانو او جديد ټېكنالوجۍ كښې د مرستې په زياتولو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل پاكستان روس سره زرعي څانګه كښې د ټېكنالوجۍ ټرانسفر او په تحقيق اډانه …
د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د روسيه زرعي كمپنۍ شيلكووو ايګروكيم پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د روسيه د زرعي كمپنۍ شيلكوو ايګروكيم پلاوي ملاقات وكړو او د پاكستان او روس ترمينځه د كركيلې تحقيق٬تخم٬زرعي داروګانو او جديد ټېكنالوجۍ كښې د مرستې په زياتولو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل پاكستان روس سره زرعي څانګه كښې د ټېكنالوجۍ ټرانسفر او په تحقيق اډانه شراكتدارۍ له خوښي لري٬د روسيه زرعي ټېكنالوجۍ او مصنوعات د پاكستان ځايې موسمي او زرعي حالات كښې آزمائېل ضرورې دي۔ده ووئيل د موسمياتي بدلون زيات شوي اثرات په لړ كښې كلائميټ ريزيلينټ زرعي ټېكنالوجيز د پاكستان مهم ضرورت دے٬پاكستان زيات پیداوار٬خشك كالۍ او د رنځونو په ضد مزاحمت لرونكې تخمونه زياتول غواړي۔په دې موقع د هائبرډ غنمو پشمول د جديد روسيه سيډ ټېكنالوجيز مرستې په امكانات هم غور وشو ۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل روس سره مائيكرو ونيوټرينټس او جديد فرټيلائزر ټېكنالوچۍ كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ده ووئيل پاكستان به د روسې زرعي كمپنو سرمايه كارۍ٬ځايې شراكتدارۍ او د ټېكنالوجۍ ټرانسفر هركلے كوي۔








