اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د نېشنل سټريټجك كمانډر كمانډ جنرل سيد عامر رضا نشان امتياز(ملټري)خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو ۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير جنرل سيد عامر رضا ته په ترقۍ او د كمانډر نېشنل سټريټجك كمانډ ذمه وارۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د هغه …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د كمانډر نېشنل سټريټجك كمانډ ملاقات٬ د قامي سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د نېشنل سټريټجك كمانډر كمانډ جنرل سيد عامر رضا نشان امتياز(ملټري)خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو ۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير جنرل سيد عامر رضا ته په ترقۍ او د كمانډر نېشنل سټريټجك كمانډ ذمه وارۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د هغه نوو ذمه وارو كښې كاميابۍ لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د قامي سلامتيا چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه او په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې وشوې۔دوي د پاكستان قامي ګټې ودې او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره په اداره جاتي كچه نزدې روابط او د شريكې مرستې اهميت ته اتفاق وكړو ۔









