كوز دیر  ، ټرافېکې پیښه كښې د مېرمنو پشمول 14 كسان ژوبل شول

  پیښور ۔ 07 اکتوبر (اے پي پي) د كوز  دير په خال شلفلم سيمه كښې  یوټانګ بس  د ډمپر او   يو موټر کار سره د ټكر نه پس د  پنجکوړہ درياب غاړې ته يو ګړنګ ته پريوتلو ۔ د پیښې په نتیجه كښې  د مېرمنو پشمول 14 كسان ژوبل شول ۔ د ریسکیو 1122 كوز دیر وياند تر  مخه په خبر تر لاسه كېدو د  ریسکیو 1122 د مرستې …

 

پیښور ۔ 07 اکتوبر (اے پي پي) د كوز  دير په خال شلفلم سيمه كښې  یوټانګ بس  د ډمپر او   يو موټر کار سره د ټكر نه پس د  پنجکوړہ درياب غاړې ته يو ګړنګ ته پريوتلو ۔ د پیښې په نتیجه كښې  د مېرمنو پشمول 14 كسان ژوبل شول ۔ د ریسکیو 1122 كوز دیر وياند تر  مخه په خبر تر لاسه كېدو د  ریسکیو 1122 د مرستې ډلې  د 4 ایمبولینسز  سره د پیښې ځائے ته ورسېدې او  د مرستې هلې ځلې يې پېل كړې ۔ د ریسکیو میډیکل  ډلو ژوبل شوو  ته په موقع  ابتدائي طبي مرسته  وركولو نه پس 8 كسان د خال آر ایچ سي  او 6 د تیمر ګرہ هسپتال ته منتقل کړل  ۔ د یوټانګ بس د بره دیر نه پیښور ته روان ؤ۔

مزید خبریں