اسلام آباد۔07 اکتوبر (اے پي پي)د سپیشل انویسټمنټ فیسلی ټیشن کونسل (ایس آئي ایف سي) په معاونت پاکستان كښې سرمایه کارۍ ، تجارت او د نړيوالو کاروباري روابط ودې لپاره اقدامات روان دي ۔ د ایس آئي ایف سي تر مخه په دې لړ كښې سیکرټري ایس آئي ایف سي د آسټریليا هائي کمشنر ټموتھي کین او پولیټیکل اکنامک سیکرټري سره مهم ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاکستان …
د پاکستان آسټریلیا اقتصادي اړيكې ، د سرمایه کارۍ او تجارت ودې لپاره اقدامات

مزید خبریں
اسلام آباد۔07 اکتوبر (اے پي پي)د سپیشل انویسټمنټ فیسلی ټیشن کونسل (ایس آئي ایف سي) په معاونت پاکستان كښې سرمایه کارۍ ، تجارت او د نړيوالو کاروباري روابط ودې لپاره اقدامات روان دي ۔ د ایس آئي ایف سي تر مخه په دې لړ كښې سیکرټري ایس آئي ایف سي د آسټریليا هائي کمشنر ټموتھي کین او پولیټیکل اکنامک سیکرټري سره مهم ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاکستان او آسټریلیا تر مينځه د دوه اړخيزه تجارت او سرمایه کارۍ زياتولو لپاره د نوو موقعو جاج واغستلے شو ۔فریقین د پاکستان مهمو اقتصادي څانګو كښې د سرمایه کارۍ د امکانات، د کاروباري روابط ودې او د کاروباري استعداد زياتولو په چارو خبرې وكړې ۔ملاقات كښې د پاکستان او آسټریلیا تر مينځه اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو او د دواړو هېوادونو د شخصي څانګو تر مينځه د روابط مضبوطولو په ضرورت هم زور راوړلے شو ۔ایس آئي ایف سي د نړيوالو اقتصادي روابطو ودې ، تجارت زياتولو او د غیر ملکي سرمایه کارۍ لپاره د سهولت کارۍ د اقدامات د لارې د پاکستان سرمایه کارۍ ماحول لا سازګاره جوړولو لپاره هڅې كوي ۔








