بيونس آئرس۔ 07 اكتوبر (اے پي پي) د ارجنټائن نړيوال نوم لرونكے فټ بالر ليونل ميسي د 21 كلنه نړيوال كيريئر نه پس د انټر نېشنل فټ بال نه رېټائرمنټ واغست۔ د اي ايس پي اين تر مخه په بېونس آئرس كښې د بېنن خلاف په شوي 208 م او وروستي مېچ كښې 39 كلنه ليونل ميسي د غوره كاركردګۍ په ښودولو 1 ګول وكړو او په 2 ګولونو …
ليونل ميسي د اوښكو سره نړيوال فټ بال ته په مخه ښه اووې٬ پخپل وروستي مېچ كښې يې يادګار ګول وكړو

مزید خبریں
بيونس آئرس۔ 07 اكتوبر (اے پي پي) د ارجنټائن نړيوال نوم لرونكے فټ بالر ليونل ميسي د 21 كلنه نړيوال كيريئر نه پس د انټر نېشنل فټ بال نه رېټائرمنټ واغست۔ د اي ايس پي اين تر مخه په بېونس آئرس كښې د بېنن خلاف په شوي 208 م او وروستي مېچ كښې 39 كلنه ليونل ميسي د غوره كاركردګۍ په ښودولو 1 ګول وكړو او په 2 ګولونو كښې يې معاونت وكړو د كومو په سبب چې ارجنټائن د 0۔3 په حساب بريا تر لاسه كړه۔د 85 زره نه زياتو تماشګيرو او ملګرو لوبغاړو ليونل ميسي ته په جذباتي ډول پېرزوئنې وړاندې كړې او د وروستي مېچ يادګاري جوړولو لپاره يې د هغه نعرې اووهلې۔ د وروستي ګول كولو سره د خپلې قامي ډلې لپاره د ليونل ميسي د ګولونو شمېره 126 ته ورسېده۔ په ارجنټائن د كوپا امريكا او په 2022 كښې د نړيوال جام ګتونكے ليونل ميسي د قامي ډلې تر ټولو زياتو مېچونو كونكے او تر ټولو زياتو ګولونو كونكے لوبغاړے هم دے۔ خپل خطاب كښې هغه ووئېل زه به د قامي ډلې شرټ او خپل كتونكې ډېر يادووم او د خپلې دلې به عمر له ملاتړ كوم۔ د وروستي مېچ نه پس د لوبغاړلي د بره د ډرون شو هم وړاندې كړې شوه چې پكښې د هغه د كيريئر غوره لمحات وښودلے شول۔








