صدر مملكت آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ته”نشان امتياز”وركړو٬د ملګرو ملتونو اصولي قيادت٬نړيوال امن٬سفارت كارۍ او د  شخړو امناكه هواري لپاره د سېكرټري جنرل د هڅو ستائنه

  اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګورتيس ته د هغه په ځانګړې نړيوال كردار٬ د ملګرو ملتونو قيادت او د نړيوال امن و پرمختګ لپاره د خذمات په اعتراف كښې د پاكستان اعلٰی ترين سول اعزاز"نشان امتياز "وركړو۔دا اعزاز د پاكستان لخوا د ملګرو ملتونو كوم هم سېكرټري جنرل ته په وړومبي ځل وركړے شو۔په دې لړ كښې د …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګورتيس ته د هغه په ځانګړې نړيوال كردار٬ د ملګرو ملتونو قيادت او د نړيوال امن و پرمختګ لپاره د خذمات په اعتراف كښې د پاكستان اعلٰی ترين سول اعزاز”نشان امتياز “وركړو۔دا اعزاز د پاكستان لخوا د ملګرو ملتونو كوم هم سېكرټري جنرل ته په وړومبي ځل وركړے شو۔په دې لړ كښې د اعزاز وركولو خاص دستوره د نهې په ورځ ماښام په ايوان كښې صدر كښې وشوه چې پكښې وزيراعظم محمد شهبازشريف٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د وفاقي كابينې غړو ٬د پارليمنټ غړو  او د سفارتي كور استازو ګډون وكړو ۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس په دې موقع خپل تاثرات بيانولو سره په اعلٰی قامي اعزاز ترلاسه كېدو د مننې څرګندونه وكړه۔هغه ووئيل په دې اعلٰی اعزاز زه ډېر خوشحاله يم۔هغه ووئيل زه دا اعزاز د ملګرو ملتونو هغه ټولو ميرمنو او سړو لخوا قبلوم كوم چې په ټوله نړۍ كښې پشمول دې عظيم هېواد پاكستان كښې خپل خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په حېث زما موده ترسره كېدونكې ده او ما د سېكرټري جنرل په حېث د پاكستان يوې آخري دورې كولو عزم لرلو۔په خپل تاثرات كښې انتونيو ګوتريس د عظيم شاعر او فلسفي علامه محمد اقبال په خاص توګه حواله وركړه  چې هغه پكښې د افراد په اړه خبره كوله خو د هغه دا الفاظ كوم هم قام په اړه هم دومره مناسب دي۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له د دې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل سره د ملاقات په مهال صدر مملكت د ملګرو ملتونو اصولي قيادت٬نړيوال امن٬مكالمې٬سفارتكارۍ او د شخړو امناكه حل لپاره د هغه هڅې وستائېلې۔صدر د پاكستان سره د هغه د رغنده روابط او د پرمختګ كوونكو هېوادونو په مسئلو د هغه د پام هم ستائنه وكړه۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل  پاكستان به د فلسطيني اولس او د هغوي حق خود اراديت بشپړ ملاتړ روان ساتي۔د ملاقات په مهال د ملګرو ملتونو لخوا انډر سېكرټري جنرل روزميري ډي كارلو او لنډ مهاله ريذيډنټ كوآرډينيټر پرنيل آئرن سائيډ هم موجود وه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬سينيټر شيري رحمان٬سينيټر سليم مانډوي والا او پخوانې وفاقي وزير سيد نويد قمر هم په دې موقع موجود وو۔(

مزید خبریں