د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېن اېچ اے چارو په اړه غونډه٬ د قامي سترو لارو موټر ويز او ايکسپريس ويز د روانو پرمختياېي كارونو جاج

  اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نېشنل هائي وے اتھارټي د روانو ټولو منصوبو د تھرډ پارټي آډټ كولو او د قامي سترو لارو، موټر وېز او ايکسپرېس ويز جوړول د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې كولو په اړه د تګلارې جوړولو امر سره ووئيل  حکومت د هېواد لرې پرتو سيمو د هېواد نورو سيمو سره د تړلو په اړه  په ترجيحي بنيادونو …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نېشنل هائي وے اتھارټي د روانو ټولو منصوبو د تھرډ پارټي آډټ كولو او د قامي سترو لارو، موټر وېز او ايکسپرېس ويز جوړول د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې كولو په اړه د تګلارې جوړولو امر سره ووئيل  حکومت د هېواد لرې پرتو سيمو د هېواد نورو سيمو سره د تړلو په اړه  په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي د چارو په اړه د جاج اغستو غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د قامي سترو لارو٬ موټر ويز او ايکسپريس ويز په حواله د روانو پرمختيائي كارونو جاج واخستلے شو۔ ګډون كوٶنكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د تګ راتګ ذريعو كښې بهتري د هر هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري ده۔ وزيراعظم د نېشنل هائي وے اتھارټي د روانو ټولو منصوبو د تھرډ پارټي آډټ امر كولو سره د قامي سترو لارو، موټر وېز او ايکسپرېس ويز جوړول د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې كولو په اړه د تګلارې جوړولو هم امر وكړو۔ په غونډه كښې د اېن اېچ اے په روانو او مجوزه منصوبو بريفنګ وركرے شو۔ غونډې ته ووئيل شول  په تېر مالي كال كښې د ادارې  د 109 بلين روپو نه ريونيو 130  بلين روپو ته رسېدلې او  سږ كال دا ريونيو د 160 بلين روپو توقع ده ٬ د اېن اېچ اے د ېو شمېر منصوبو فنډنګ اداره خپله كوي ٬ په دې منصوبو كښې د سيالکوټ -کھارياں موټر وے اېم 12, کھارياں- پېنډي موټر وے اېم 13، پېښور ناردرن بائي پاس، د جګلوټ-سکردو روډ (اېس 1) بيا رغونه, پنډي بھټياں- فيصل آباد موټر وے د (اېم-4) اپ ګريډيشن،اين فائيو ملتان -لودھراں اپ ګريډيشن  او د ليه-تونسه پل اپروچ روډز جوړولو منصوبې ښكاره دي۔ غونډه خبر كړې شوه چې په پاکستان ايکسپريس وے (اېن-25) کار په تندۍ سره روان دے۔ غونډه خبر كړې سوه چې دا مهال شپاړس منصوبې د شپړېدو په آخري پړاٶ كښې دي  ٬ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، عبد العليم خان، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں