د كشمير چوك انډر پاس پشمول د ټرافېك انفراسټركچر منصوبې به د اېس سي او غونډې نه وړاندې ترسره كولې شي۔ محسن نقوي

  اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي  وزير سينيتر محسن نقوي وئيلي دي د كشمير چوك انډر پاس پشمول مهمې ټرافېك انفراسټركچر منصوبې به د اېس سي او غونډې نه وړاندې ترسره كولې شي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) کنفرنس نه وړاندې اسلام آباد يو جديد، جلا او په مثالي سنګاركړي ښار د بدلولو وژن وركړے دے٬ په كنفرنس …

 

اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي  وزير سينيتر محسن نقوي وئيلي دي د كشمير چوك انډر پاس پشمول مهمې ټرافېك انفراسټركچر منصوبې به د اېس سي او غونډې نه وړاندې ترسره كولې شي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) کنفرنس نه وړاندې اسلام آباد يو جديد، جلا او په مثالي سنګاركړي ښار د بدلولو وژن وركړے دے٬ په كنفرنس كښې د يو كال نه هم كم وخت پاتې دے٬ دې لپاره په ټولو منصوبو شپه او ورځ كار كولو سره به دا په وخت سرته رسولې شي دغسې چې پاکستان ته راتلونكو مېلمنو ته ښه سهولتونه وركړې شي او د هېواد په زړه پورې تشخص رامخې ته كړے شي۔ د نهې په ورځ د کشمير چوک انډر پاس د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل  وزيراعظم خاص هدف راكړے دے چې د کشمير چوك انډر پاس پشمول مهمې ټرافېك انفراسټركچر منصوبې به د اېس سي او غونډې نه وړاندې ترسره كولې شي٬ دې نوي انډر پاس او د ايکسپريس وے سروس لينز بشپړېدو سره به د غبرګونې ښاريو وګړو ته په تګ راتګ كښې سهولت ترلاسه شي او د سفر وخت به د 16 نه تر 18 دقيقو پاتې شي۔ ده واضحه كړه چې ماحولياتي تحفظ او د ښار كلين اېنډ ګرين ساتلو لپاره  په حكومتي پاليسۍ تر مخه به تر 31 دسمبر اسلام آباد په بشپړه توګه “پلاسټک فري سټي” جوړولو په هدف په سختۍ سره عملدرامد باوري كولې شي٬ او د دې نه علاوه يوه بله منصوبه اسلام آباد کيش ليس كول دي٬ د دې دواړو منصوبو نګراني وزير مملکت طلال چوهدري كوي

مزید خبریں