صدر مملکت  سره د پولينډ وزير او د خاص خدمات کوآرډينيټر وليدل

  اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف  علي زرداري د پاکستان او پولينډ ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته په ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ د بدلولو په ضرورت زور راړولو سره ووئيل  پاکستان پولينډ سره په شريك احترام اډانه د دوستۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ پاكستان به د يو ذمه وار رياست په توګه سيمه ايز او نړيوال امن و استحكام لپاره شخړې د خبرو د …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف  علي زرداري د پاکستان او پولينډ ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته په ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ د بدلولو په ضرورت زور راړولو سره ووئيل  پاکستان پولينډ سره په شريك احترام اډانه د دوستۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ پاكستان به د يو ذمه وار رياست په توګه سيمه ايز او نړيوال امن و استحكام لپاره شخړې د خبرو د لارې حل كولو لپاره په زره پورې هڅې روانې ساتي۔ ده دا خبرې د پولينډ وزير، د کونسل آف منسټرز غړي او د خاص خدمات کوآرډينيټر توماش سيئمونيئک سره په ايوان صدر كښې وكړې۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې  په ملاقات كښې صدر مملکت دا هيله څرګنده كړه چې دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه موجوده دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو سره دا د دواړو هېوادونو او د اولس شريكې ګتې لپاره په ستراتېژك شراكتدارۍ  بدلولو له مرستياله ثابت شي۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ملاقات كښې د پولينډ لخوا  په پاکستان كښې د پولينډ سفير ميکائيل پيسارسکي، ملټري کائونټر انټيلي جنس سروس مشر جنرال ياروسواف ستروژک، د فارن انټيلي جنس ايجنسۍ ډپټي مشر کرنل والډيمار مولارچك او د وزيراعظم د دفتر د نيشنل سکيورټي څانګې ډائريکټر کرنل ميچيسواف ماتيسياک ګډون كولو او په دې موقع د پاكستان لخوا داخله وزير محسن نقوي، سينيټر شيري رحمان، سينيټر سليم مانډوي والا او پخوانې وفاقي وزير سيد نويد قمر هم په موجود وٶ

مزید خبریں