د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریس د این ډی ایم اے هیډکوارټرز دوره، د پاکستان د ډیزاسټر مینجمنټ ماډل او د ارلی وارننګ نظام ستائنه

  اسلام آباد۔6اکتوبر  (اے پي پي) د ملګرو ملتونو  سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریس د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي (این ډي ایم اے) هیډکوارټرز دوره وكړه چرته چې هغه ته د پاکستان جدید، خودکاره او فعاله ډیزاټر مینجمنټ نظام په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو  ۔ د دورې به مهال  د  ملګرو ملتونو  سیکرټري جنرل د این ډي ایم اے د نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر  معائنه وكړه ۔ چیئرمین این ډی …

 

اسلام آباد۔6اکتوبر  (اے پي پي) د ملګرو ملتونو  سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریس د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي (این ډي ایم اے) هیډکوارټرز دوره وكړه چرته چې هغه ته د پاکستان جدید، خودکاره او فعاله ډیزاټر مینجمنټ نظام په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو  ۔ د دورې به مهال  د  ملګرو ملتونو  سیکرټري جنرل د این ډي ایم اے د نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر  معائنه وكړه ۔ چیئرمین این ډی ایم اے لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملک د ګران مېلمه هر كلے وكړو  او د سینټر  د فعاله کردار بشمول يې پاکستان كښې د  قدرتي آفات د زيان مقابلې او د خطرو د پیشګي مخ نيوي میکانزم  تفصیلی جاج  وړاندې كړو ۔ د بریفنګ په مهال  این دي ایم اے چارواكو د  نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر د جدید ایکسټینشنز  ’’نیکسټ جنریشن ټیکنالوجي‘‘ او د ’’ګلوبل ریزیلینس هب‘‘ د اغراض و مقاصد نه خبر مېلمه كړو  ۔ سیکرټري جنرل ووئېل د نیکسټ جنریشن ټیکنالوجي منصوبې تر مخه  این ډی ایم اے د مصنوعي ځېركتيا  ، مشین لرننګ او د جدید ډیټا اینالیټکس سسټمز پكار راولې  د كومو څخه چې د آفات د وخت نه وړاندې تشخیص، پیشګي چمتوالي او د ریسپانس  صلاحیتونو كښې ښه زياتوالے به راشي ۔ دغسې د ’’ګلوبل ریزیلینس هب‘‘ د لارې به په سيمه ايزه او نړيواله كچه  د ډیزاسټر مینجمنټ  څانګه كښې  اداره جاتي مرستې ته  نوے اړخ تر لاسه شي ۔

 

 

 

مزید خبریں