د پي ټي آئي سره خلق نشته ، لانګ مارچ د اټک  نه وړاندې نشي تللے، د خېبر پښتونخوا  ګورنر

  پیښور ۔ 06 اکتوبر (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګونر فیصل کریم کنډي وئېلي دي  لانګ مارچ  د اټک نه وړاندې نشي تللے، په دوي كښې دومره صلاحیت نشته  ۔د دې خیالاتو  څرګندونه ده میډیا سره خبرو كښې وكړه ۔ګورنر ووئېل چې كله  په نړۍ كښې  د پاکستان  سافټ امیج رامخې ته كېږي دوي د هېواد سره غليمي راخلي۔ ګورنر ووئېل  د دوي پخواني وزیراعلیٰ ووئېل زه هم قلنګ وركوم، …

 

پیښور ۔ 06 اکتوبر (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګونر فیصل کریم کنډي وئېلي دي  لانګ مارچ  د اټک نه وړاندې نشي تللے، په دوي كښې دومره صلاحیت نشته  ۔د دې خیالاتو  څرګندونه ده میډیا سره خبرو كښې وكړه ۔ګورنر ووئېل چې كله  په نړۍ كښې  د پاکستان  سافټ امیج رامخې ته كېږي دوي د هېواد سره غليمي راخلي۔ ګورنر ووئېل  د دوي پخواني وزیراعلیٰ ووئېل زه هم قلنګ وركوم، وزیراعلیٰ په صوبه قابو نه لري ۔ ګورنر    واضحه كړه د ګوند لانګ مارچ ته به د  اټک  څخه د وړاندې تللو بيخي اجازه ورنه كړې شي  ۔ګورنر  په دې خبره  د افسوس څرګندونه وكړه چې  صوبه دا وخت د ترهه ګرۍ د عذاب نه تېرېږي ، خو د دې باوجود دا خلق د ترهه ګرې مقابله كولو په ځائے  په اسلام آباد ورختلو له چمتوالي نيولو كښې بوخت دي ۔د وفاقي داخله وزير محسن نقوي سره د خپل اوسني ملاقات  په اړه ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل  دواړو لارښودو تر مينځه د امنيت په صورتحال او د پي ټي آئي سره د خبرو او  لانګ مارچ  په اړه  اکثر خبرې كېږي ۔ده د  امنيت په اړه تحفظات لرلو سره  پوښتنه وكړه كه د لانګ مارچ  په مهال  كومه ناوړه پیښه رامخې ته كېږي په خاص توګه جنوب څخه كوم  سړے اسلام آباد ته د  سازش لپاره داخلېدل غواړي ، نو د پي ټي آئي سره د دغې د مخ نيوي څه نظام موجود دے  ؟ ګورنر د کے پي په  حکومت د ترهه ګرۍ په پیښو  د اسرار لرونكې خاموشی اختیارولو تور  لګولو سره ووئېل كله هم چې وفاق دوي څخه د عسکریت پسندۍ خلاف مرسته غواړي  نو د دوي ځواب وي  پوځ د صوبې نه اوباسۍ  او د افغانستان سره خبرې وكړې

 

مزید خبریں