اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان ګڼ اړخيزه نظام او د ملګرو ملتونو منشور مضبوط مرستياله دے٬د ڼړيوال امن و سلامتيا او شخړو هواري لپاره به كردار ترسره كوي ٬ملګرو ملتونو له د نړيوالو شخړو او بحرانونو مخ نيوي لپاره مركزي كردار ادا كول پكار دي٬هند دې اوبه د وسلې په توګه كارولو څخه ډډه وكړي او د …
د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس لخوا د امريكې-ايران شخړی په مهال د پاكستان د مهم كردار ستائنه٬پاكستان د ګڼ اړخيزه نظام قوي مرستياله دے ٬ نړيوال امن و سلامتيا او د شخړو هواري لپاره به كردار تر سره كوي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان ګڼ اړخيزه نظام او د ملګرو ملتونو منشور مضبوط مرستياله دے٬د ڼړيوال امن و سلامتيا او شخړو هواري لپاره به كردار ترسره كوي ٬ملګرو ملتونو له د نړيوالو شخړو او بحرانونو مخ نيوي لپاره مركزي كردار ادا كول پكار دي٬هند دې اوبه د وسلې په توګه كارولو څخه ډډه وكړي او د سندھ طاس لوظ نامې له مخې دې خپلې ذمه وارۍ پوره كړي ٬ دغسې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د امريكې او ايران ترمينځه د شخړې په مهال خبرو اترو لپاره د ثالث په توګه په بشپړ كردار ادا كولو د پاكستان قيادت ستائېلو سره په دې امر زور راوړو چې ټولې ډلې شخړې ختمې كړي٬سفارتكارۍ پلو بيرته راشي او د نړيوال قانون له مخې د سمندري تګ راتګ حقونه او آزادۍ په بشپړه توګه بحال كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ شريك پرېس كنفرنس ته خطاب كښې وكړه ۔محمد اسحاق ډار ووئېل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د پاكستان دورې هركلے كوو٬د ده دوره د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمينځه د پخوانۍ او نزدې مرستې څرګندونه ده٬ دې څخه ګڼ اړخيزه نظام لپاره زمونږ د شريك عزم او نړيوالو چېلنجونو د مخ نيوي د شريكې مرستې هم عكاسي كيږي۔ پاكستان ملګرو ملتونو سره د كار كولو يو اوږد تاريخ لري او پاكستان د ګڼ اړخيزه نظام مضبوط مرستياله دے۔ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو چارټر په ځائے ساتلو٬په دې عملدرآمد٬نړيوالې سلامتيا او امن راوستو لپاره مرستې له او د نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره ګڼ اړخيزه نظام قوي كولو لپاره پرله پسې هڅې كوو ٬ دغسې ملګرو ملتونو سره د پخوانۍ او نزدې مرستې قوي كولو عزم لرو۔اسحاق ډار ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل مشرتابه او ګڼ اړخيزه نظام٬نړيوال قانون٬خبرې اترې او د شخړو امناكه حل لپاره اصولي عزم ستائيو٬دا د پاكستان عظيم دوست دے٬ مونږ د كال 2022 تباهۍ كونكې سيلاب په مهال د پاكستان اولس سره د يو والې او بحالۍ لپاره د نړيوالې مرستې په اړه د ده مرسته چرته به هم هيره نه كړو۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل سره د پاكستان او ملګرو ملتونو په مرسته٬موجوده نړيوالو چېلنجونو او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوی چې پكښې نړيوال او سيمه ايز امنيتي صورتحال٬مغربي آسيا٬مينځني ختيز او د فلسطين٬سوئېلي آسيا٬جمو او كشمير٬افغانستان٬ د ترهه ګرۍ په مخ نيوي ٬د امن مشنز په سباؤن٬نړيوال پرمختګ٬موسمياتي بدلونونو او د ګڼ اړخيزه نظام سباؤن شامل دے ۔ده ووئيل پاكستان دا مهال د سلامتي كونسل ټاكلے غړے دے٬پاكستان په خاص توګه خبرو اترو٬سفارتكارۍ ٬د شخړو امناكه هواري او نړيوالې سلامتيا او امن لپاره بشپړ كردار ادا كړے دے۔ده ووئيل د سلامتي كونسل قرارداد 2788 د خبرو٬ثالثۍ او د شخړو د امناكه حل اهميت رامخې ته كوي٬مونږ په قرارداد عملدرآمد لپاره د سېكرټري جنرل هڅې ستائيو٬ملګرو ملتونو له د نړيوالو شخړو او بحرانونونو مخ نيوي لپاره مركزي كردار ادا كول پكار دي او سفارتكارۍ ته په كاميابۍ هر ممكنه موقع وركول پكار ده٬ ده ووئېل مونږ په دې لړ كښې د پاكستان په هڅو هم د خيالاتو څرګندونه كړې٬د تصادم په ځائے مرستې٬د شخړې په ځائے خبرې او د طاقت استعمال په ځائے امناكه حل ته مو وده وركړی ده٬ مونږ د پاكستان د ثالثۍ هڅو او سفارتي كردار لپاره د سېكرټري جنرل ملاتړ ستائيو٬پاكستان د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د يو اين 80مې اقدام ملاتړ كوي٬پرمختګ كوونكو هېوادونو ترجيحات او اندېښنې د ملګرو ملتونو ايجنډا كښې مركزي حېثيت لري٬مونږ په دې خبره باور لرو چې ملګري ملتونه به لا قوي كولو لپاره خپلې هڅې زياتې كړي پاكستان به د ملګرو ملتونو مقاصد ترلاسه كولو لپاره غړو هېوادونو سره په ګډه هڅې كوي۔ده ووئيل مونږ د شخړيز جمو و كشمير د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د شخړې هواري لپاره د ملګرو ملتونو پرله پسې دريځ ستائيو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير ووئيل هغه پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونو لپاره د افغان خاورې پرله پسې كارولو معامله هم رامخې ته كړی۔زه هيله لرم چې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل او نړيواله ورورولي به د دې چېلنجونو مخ نيوي لپاره مرسته وكړي۔پاكستان د ملګرو ملتونو منشور٬مقاصد او اصولو ودې لپاره به خپل كردار روان ساتي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ووئئېل ملګري ملتونه پاكستان د يو والي او حل ذريعه ګڼي۔پاكستان په سختو حالاتو كښې هم د يو والي او ذمه وارۍ څرګندونه كړې ده۔پاكستان په لاكهونو افغان كډوالو كوربتوب كړے٬ ده ووئېل تر لسيزو شخړو څخه په لاكهونو ځپلو افغانانو لپاره يې دروازې پرانستلې ساتلي دي ٬ ده ووئېل ملګري ملتونه د افغانانو په خپله خوښه ٬د وقار سره او د محفوظ ستنېدو ملاتړ كوي٬پاكستان په نړيواله كچه مباحثو كښې خپل مهم او ضروري نكته نظر وړاندې كوي۔ده ووئيل امريكا او ايران ترمينځه خبرو اترو لپاره په بشپړ كردار ادا كولو د پاكستان قيادت ته سلام كوم٬په دې لړ كښې د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي او د دوي د هڅو په نتيجه كښې د جون په 17مه نيټه اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك شوے ٬جنګ بندې شوې او سباؤن كښې د خبرو لپاره فريم ورك جوړ كړے شوے چې هر پاكستاني له په دې مهم كردار وياړ پكار دے۔ده ووئيل ټولې ډلې دې شخړی ختمې كړي٬سفارتكاري پلو دې بيرته راشي او د نړيوال قانون له مخې د سمندري تګ راتګ حقونه او آزادۍ دې بحاله كړي۔ده ووئيل فلسطيني اولس ته حق خود اراديت وركولو نه غېر په منطقه كښې تل پاتې امن نشي راتللے٬په منطقه كښې د امن او سلامتيا خبرې په مرسته ممكن دي ۔پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې دوه كاله كښې خپل بشپړ كردار ادا كړے دے او ګڼ اړخيزه نام قوي كولو٬خبرو اترو او د ثالثۍ اهميت يې رامخې ته كړے دے۔ده ووئيل 156 هېوادونو د قرارداد سرپرستي كړې كومه چې د سلامتي كونسل په تاريخ كښې تر ټولو زياته شمېره ده۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ له امله لوي ځاني زيان پورته كړے٬ملګري ملتونه پاكستان سره ولاړ دي ٬ كال 2022 كښې پاكستان ته د سيلاب څخه لويې زيان رسېدلے ؤ٬داسې تباهي چې د دې نه وړاندې ما چرته هم نه وه ليدلې خو د پاكستان اولس د صورتحال مخ نيوي لپاره د بشپړ يو والې او عزم څرګندونه كړی٬په نړيواله كچه د كاربن ګازون اخراج كښې د معمولي برخې باوجود پاكستان د موسمياتي بدلونونو څخه تر ټولو زيات ځپليو هېوادونو كښې شامل دے۔۔











