د خیبر پښتونخوا ګورنر په مشرۍ كښې غونډه ، صوبه كښې د امنيتي وضعې جاج واغستلے شو

پیښور ۔ 06 اکتوبر (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې صوبه كښې د امنيتي صورتحال په اړه مهمه غونډه وشوه ۔ د پیښور ګورنر هاوس وياند تر مخه غونډه كښې چیف سیکرټري شهاب علی شاہ، انسپکټر جنرل آف پولیس ذوالفقار حمید، ایډیشنل چیف سیکرټري هوم اکرام اللہ خان، ایډیشنل آئي جي سپیشل برانچ محمد کاشف عالم، جوائنټ ډائریکټر جنرل آئي بي ارشد علی خان (این …

پیښور ۔ 06 اکتوبر (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ كښې صوبه كښې د امنيتي صورتحال په اړه مهمه غونډه وشوه ۔ د پیښور ګورنر هاوس وياند تر مخه غونډه كښې چیف سیکرټري شهاب علی شاہ، انسپکټر جنرل آف پولیس ذوالفقار حمید، ایډیشنل چیف سیکرټري هوم اکرام اللہ خان، ایډیشنل آئي جي سپیشل برانچ محمد کاشف عالم، جوائنټ ډائریکټر جنرل آئي بي ارشد علی خان (این ایس سي) ، ایډیشنل آئي جی سي ټي ډي، ډي آئي جي آپریشنز شاکر حسین داوړ او نورو اړوند لوړ پورو ګډون وكړو ۔ غونډه كښې ګورنر ته صوبه كښې د امنيت په مجموعي صورتحال، د ترهه ګرۍ ، پبلک آرډر او د جرائم په اړه تازہ صورتحال تفصیلي بریفنګ وركړے شو ۔ګورنر ته د پولیس د اړخه د امن و امان صورتحال، د جدید وسلې اغستلو كښې په تاخیر او د افرادي قوت په اړه د پیښو مسائلو پشمول د نورو منصوبو پیش رفت نه خبر كړے شو۔

مزید خبریں