اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ډيرہ اسماعيل خان كښې په کسټم او ټريفک پوليس اهلکارو د نامعلومه شر خوښو د ډزو سختې غندنې كولو سره د 5 اهلکارو په شهادت د غم درد څرګندونه كړې ده ۔د داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه محسن نقوي د شهيدو شوو اهلکارو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د غم جنيو كورنيو سره يې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير ډيرہ اسماعيل خان كښې په کسټم و ټريفک پوليس د ډزو غندنه ، د 5 اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه
اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ډيرہ اسماعيل خان كښې په کسټم او ټريفک پوليس اهلکارو د نامعلومه شر خوښو د ډزو سختې غندنې كولو سره د 5 اهلکارو په شهادت د غم درد څرګندونه كړې ده ۔د داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه محسن نقوي د شهيدو شوو اهلکارو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د غم جنيو كورنيو سره يې د زره له كومي خواخوږي او د غمرازۍ څرګندونه وكره۔ ده ووئېل په دې سخت او غم جن وخت كښې مونږ د شهيدو اهلکارو د كورنيو سره ولاړ يو او د دوي په غم كښې برابر شريک يوو ۔محسن نقوي ووئېل خيبر پښتونخوا د ترهه ګرۍ د ناسور نه تر ټولو زياته ځپلې صوبه ده چرته چې فورسز او اولس د امن په خاطر لازواله قربانۍ وركړې دي ۔ ده ښكاره ووئېل د بزدلانه کارروائيو او ورانكارۍ د لارې د ترهه ګرۍ خلاف د رياست او قام کلك عزم متزلزل يا کمزورے كېدے نشي، د هېواد دښمنه عناصر به مکمل خاتمه كولې شي ۔










