اسلام آباد۔15ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، ترقۍ و خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د شنګھائي مرستې تنظیم (ایس سي او) غړو هېوادونو تر مينځه د ډیجیټل ګورننس او مصنوعي ځېركتيا څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره د ایس سي او ډیجیټل ګورننس او د مصنوعي ځېركتيا نیټ ورک جوړولو وړاندېز وركولو سره وئېلي دي د دې نیټ ورک د لارې به د غړو حکومتونو ، …
د منصوبه بندۍ، ترقۍ و خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د ایس سي او ډیجیټل ګورننس او مصنوعی ځېركتيا نیټ ورک جوړولو لپاره وړاندېز

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، ترقۍ و خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د شنګھائي مرستې تنظیم (ایس سي او) غړو هېوادونو تر مينځه د ډیجیټل ګورننس او مصنوعي ځېركتيا څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره د ایس سي او ډیجیټل ګورننس او د مصنوعي ځېركتيا نیټ ورک جوړولو وړاندېز وركولو سره وئېلي دي د دې نیټ ورک د لارې به د غړو حکومتونو ، سول سروس اکیډمیو ، پوهنتونونو، تحقیقي ادارو ، ټیکنالوجي مرکزونو او د شخصي څانګو پوهانو ته د يو بل د تجربو څخه د ګټې پورته كولو موقعه په لاس ورشي ۔وفاقی وزیر ارومچي كښې تابيا د شنګھائي مرستې تنظیم د ډیجیټل اکانومي فورم په موقع ډیجیټل ګورننس او د تربیي په اړه موضوعاتي فورم ته خاص خطاب کښې ووئېل د پرمختګ او بدلون بل پراؤ به يوازې د نظام تر ډیجیټل كولو محدود نه وي بلکې ښه ډیجیټل ګورننس جوړول دي ۔ ده ووئېل د ډیجیټائزیشن مطلب د اوسنے حکومتي کار په آن لائن منتقل کول دي او په ډیجیټل ګورننس كښې د حکومت د كار كولو طریقه د وګړو ضروریات، ډیټا تر مخه په ښه نتيجه بدلېدې شي ۔احسن اقبال ووئېل کاغذي نظام يوازې په کمپیوټر منتقل کول حقیقي بدلون نه دے ، مونږ له به د محكمو مرکز جوړولو په ځاے وګړي په مرکز كښې ساتل وي ، ده ووئېل جلا جلا ډیټا نظامونه به خپلو كښې پېوست كول وي او په حکومتي پرېكړو كښې به د ډیټا او جدید ټیکنالوجۍ كارول زياتول وي ۔










