نیویارک ۔17نومبر (اے پي پي)د امریکې عدالت د ټرمپ انتظامیه هغه پالیسي کالعدم ګرځولې ده د كومې تر مخه چې غیر ملکي طلبه او خبريالانو لپاره په هېواد كښې د تعلیم په تر لاسه كولو او د كار په موده لا سخت بندېزونه لګولې شول ۔ د اے ایف پي تر مخه د ضلعې عدالت جج ډینس سیلر د مقدمې خارج کولو لپاره خپل ليكلي امر كښې ووئېل دا پالیسي …
د غیرملکې طلبه او خبريالانو د استوګنې موده محدود کولو اقدام غیر قانوني دے، د امریکا عدالت

مزید خبریں
نیویارک ۔17نومبر (اے پي پي)د امریکې عدالت د ټرمپ انتظامیه هغه پالیسي کالعدم ګرځولې ده د كومې تر مخه چې غیر ملکي طلبه او خبريالانو لپاره په هېواد كښې د تعلیم په تر لاسه كولو او د كار په موده لا سخت بندېزونه لګولې شول ۔ د اے ایف پي تر مخه د ضلعې عدالت جج ډینس سیلر د مقدمې خارج کولو لپاره خپل ليكلي امر كښې ووئېل دا پالیسي د خپلې خوښې پرېكړې، غیر معقول طرزِ عمل، د اختیار ناجائزه كارولو او د نورو حوالو تر مخه د قانون خلاف ده ۔ د ویزے دا نوي ضوابط ستمبر كښې نافذ العمل وو خو جج سیلر په عارضي توګه په دغې عمل درآمد ايسار كړے ؤ۔ د ټرمپ انتظامیې د دې پرېكړې خلاف د وړاندې نه اعلیٰ عدالت كښې اپیل كړے دے ۔د عدالت دا پرېكړه د داسې يوې مقدمې په نتیجه كښې رامخې ته شوې ده چې پكښې د ویزا بندېزونه چیلنج کړے شوي وو ۔ دا مقدمه پوهنتونونو ، استاذانو او د خبريالانو نمائندګي كوونكو د مختلف تنظیمونو اتحاد د داخلي سلامتیا محكمې (ډي ایچ ایس) خلاف دائر کړې وه ۔ خپل حکم كښې جج سیلر په بنیادی توګه د دې خبرې جاج اغستے دے چې د ویزے نوې پالیسي نړيوال طلبه باندې څه رنګه اغيز پرېباسي ۔جج ووئېل په ښكاره ټكو دې ووئېلے شي چې د داخلي سلامتیا محكمه په اصل كښې د داسې فعاليتونو مخ نيوي كول غواړي د كومو اجازه چې او د دې ودې لپاره کانګریس اقدامات کړې وو ، یعني غیر ملکي طلبه ته د تعلیم موقعې وركول۔










