د سمندر پورې پاکستانیانو رالېږلې ترسیلات زر د  قامي معیشت لپاره ډېر مهم دي ، د دوي د حقونو ، عزت او خېر ښېګړې تحفظ د ریاست ذمه واري او  قامي فریضه ده ، سید یوسف رضا ګیلاني

  اسلام آباد۔15ستمبر  (اے پي پي ) سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني وئېلي دي نزدې 70 لاکھه  د سمندر پورې پاكستانيان  د هېواد په معیشت كښې مهم کردار ادا کوي ، د دوي د اړخه رالېږونكې تر سيلات زر قامي معیشت لپاره ډېر مهم دي ، ځكه د بهر مېشته پاکستانیانو د حقونو ، عزت او خېر ښیګړۍ تحفظ د ریاست ذمه واري او قامي فریضه ده  ۔ پاکستان …

 

اسلام آباد۔15ستمبر  (اے پي پي ) سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني وئېلي دي نزدې 70 لاکھه  د سمندر پورې پاكستانيان  د هېواد په معیشت كښې مهم کردار ادا کوي ، د دوي د اړخه رالېږونكې تر سيلات زر قامي معیشت لپاره ډېر مهم دي ، ځكه د بهر مېشته پاکستانیانو د حقونو ، عزت او خېر ښیګړۍ تحفظ د ریاست ذمه واري او قامي فریضه ده  ۔ پاکستان كښې  د مائیګریشن ګورننس په اړه  وړومبي پارلیماني ډائیلاګ ته  خطاب كښې ده ووئېل  د  پاکستانو خواري كښو د  حقونو تحفظ، په قانوني لارو د تګ راتګ ودې او  محفوظ، منظم و رسمي  تګ راتګ لپاره موثر اقدامات  ضروري دي۔ چیئرمین سینیټ ووئېل  بهر هېوادونو كښې مېشته وګرو  ته د نسل پرستۍ ، اسلاموفوبیا او  نورو تعصباتو څخه تحفظ وركول غواړي ، د ریاست ذمه واري ده چې د مشکل او  ضرورت په وخت د خپلو وګړو سره ولاړ وي ٬ دغسې د هېواد پرېښودونكو حقونو و مفادات ساتنې لپاره پارلیماني رابطه کاري لا موثر كول غواړي ۔ ده ووئېل مائیكریشن ګورننس د سیاسي تړون نه بالا  يوه مهمه قامي مسئله  ده  كومه چې د هېواد  په لاكهونو كورنۍ متاثره كوي  ، ځكه د سياسي ګوندونو تر مينځه  پراخه  پارلیماني اتفاق رائے ضروري ده ۔  ده ووئېل په شواهد اډاڼه قانون سازي ، ادارہ جاتي مکالمه  او  د پارلیماني کمیټیو و اړوند ریاستي ادارو تر مينځه مضبوط روابط  په دې لړ كښې مهم  کردار ادا کولې شي۔ سید یوسف رضا ګیلاني د  موسمیاتي بدلون او د  كډې زياتېدلو ته د خاص پام لرنې په ضرورت زور راوړلو سره ووئېل د  موسمیاتي اثرات مقابلې او  جبري كدې كولو كښې کمي لپاره موثر تګلاره  ضروری ده ٬ دغسې  نړيوال موسمیاتي مالي معاونت په خاص توګه  د ګرانټس  په صورتونو وركول غواړي ۔ ده ووئېل  د باور وړ شمېرې، تحقیق او پرله پسې  مکالمې څخه د مائیګریشن ګورننس لا موثر جوړېدے شي ۔ پارلیماني ډائیلاګ د  مستقل پارلیماني اقدام  په توګه  روانه ساتلو  او دې نه رامخې ته كېدونكې سفارشات په موثر قانون سازۍ او  پالیسي اقدامات كښې د اچولو  ضرورت دے ۔ د سېنېټ چیئرمین ووئېل   سېنېټ د بهر هېوادونو مېشته پاكستانيانو  حقونو  او  مفادات  تحفظ لپاره خپل کردار ادا كولو له لوظي دے۔ ۔

مزید خبریں