وزيراعظم  شهباز شريف د اولس د ستونزو مكمل ادراك لري٬ د وزيراعظم فيول ريليف سكيم د ګرد هېواد اولس لپاره دے ۔وفاقي وزير  ډاكټر مصدق ملك

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي وزيراعظم  شهباز شريف د اولس د ستونزو مكمل ادراك لري٬ دا مهال په پټرول 80 روپۍ لېوي او 5 روپۍ كاربن ټيكس دے او اولس ته د پټرول لېوي ټيكسز نه زيات سل روپۍ ريليف وركړے كېږي، سياسي او عسكري قيادت په منطقه كښې امن لپاره هڅې كوي، په منطقه كښې امن …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي وزيراعظم  شهباز شريف د اولس د ستونزو مكمل ادراك لري٬ دا مهال په پټرول 80 روپۍ لېوي او 5 روپۍ كاربن ټيكس دے او اولس ته د پټرول لېوي ټيكسز نه زيات سل روپۍ ريليف وركړے كېږي، سياسي او عسكري قيادت په منطقه كښې امن لپاره هڅې كوي، په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د هلو ځلو نړۍ معترف ده، د امريكې-ايران جنګ له امله په نړيواله كچه د پټروليم مصنوعات بيعه زياته شوې ده٬ د وزيراعظم فيول ريليف سكيم د ګرد هېواد اولس لپاره دے ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم فيول ريليف سكيم  په حواله پرېس كفنرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل  د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا په پټرول د ريليف وركولو مقصد بې وځله اولس ته ريليف وركول دي دغسې چې ھغوي خپل امروزه ضرورتونه ترسره كړې شي، د پټرولو ريليف سكيم له مخې د موټر سائيكل استعمالوٶنكو ته به په اوونۍ كښې پنځه ليټره او 800 سي سي ګاډو لرونكو ته به لس ليټره په اوونۍ كښې پټرول وركولې شي۔ مصدق ملك ووئيل اوس مېرمنې هم چنګچي چلوي او په عزت سره خپل حلال زرق ګټي، په دوي كښې يوه زينب ده كومه چې په پنځو كسانو مشتمله كورنۍ سره تعلق لري او دوه ماشومان هم لري، ھغه ټوله ورځ چنګچي چلوي ھغې ته به په دوه زره روپۍ ريليف ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده ريليف پيكج داسې نه دے چې بېعې ډېرې كمې شوې دي خو چې څومره ريليف وركړے كېدے شي او كوم چې د بې وځله كسانو حق دے، هغه حق ادا كولو لپاره وزيراعظم پرېكړه كړې چې كه اوور بهر لګېدې وي يا سپرغې د بهر نه راغلې وي٬ وړومبې حق په دې هېواد د اولس دے٬ دې لپاره دې د ټولو نه وړاندې ريليف اولس ته ورسولې شي۔

مزید خبریں