وفاقي وزيرانو علي پروېز ملك، اعظم نذير تارړ او وزير مملكت بلال اظهر كياني سره د لياقت بلوچ په مشرۍ كښې د جماعت اسلامي پلاوي وليدل

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو علي پروېز ملك، اعظم نذير تارړ او وزير مملكت بلال اظهر كياني سره د لياقت بلوچ په مشرۍ كښې د جماعت اسلامي پلاوي په پټروليم وزارت كښې وليدل٬ پلاوي د اوسني بحراني صورتحال په مهال په هېواد كښې د اېندهن د تعطل نه غېر رسنه باوري كولو لپاره د حكومت لخوا د جامع اقدامات نه خبر كړے شو۔ د پټروليم …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو علي پروېز ملك، اعظم نذير تارړ او وزير مملكت بلال اظهر كياني سره د لياقت بلوچ په مشرۍ كښې د جماعت اسلامي پلاوي په پټروليم وزارت كښې وليدل٬ پلاوي د اوسني بحراني صورتحال په مهال په هېواد كښې د اېندهن د تعطل نه غېر رسنه باوري كولو لپاره د حكومت لخوا د جامع اقدامات نه خبر كړے شو۔ د پټروليم ډويژن وياند له مخې  پي اے آر سي او، پي آر اېل او سينرجيكو پشمول د لويو ريفائنريز مشران او د پي اېس او او اوګرا استازو هم پلاوي ته د پټروليم څانګې په آپرېشنل انتظام او ګرد هېواد كښې د ايندھن د زياتې رسنې په ځائے ساتلو لپاره په  شوو اقدامات بريفنګ وركړو۔ پلاوې د پټروليم مصنوعات د بيعې طريقه كار پشمول په اوو ورځني رولنګ ايوريج اډانه د بيعې تعين نظام نه هم خبر كړے شو۔ سيمه ايزو هېوادونو كښې د پټروليم مصنوعات بيعه او د اېندهن رسنې د انتظام تقابلې جاج هم وراندې كړے شو چې پكښې ووئيل شول پاكستان كښې د منطقې د نوو هېوادونو په مقابل كښې  صورتحال نسبتاً ښه انتظام شوے دے۔ په دې موقع د  پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك ووئيل  حكومت د صارفينو تحفظ او د ايندھن شتون باوري كولو لپاره جامع اقدامات كړې دي۔ ده ووئيل  وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټولنې بې وځله طبقو لپاره هدفي ريليف سېكم پېل كړے دے او دا سبسډي د پټروليم لېوي نه هم زياته ده ۔ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په دې موقع ووئيل  اولس ته ريليف وركولو ته  وزيراعظم وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ ده ووئيل د پاكستان د اوسنيو سفارتي كاميابو څخه په نړيواله كچه  د هېواد پوزيشن مستحكم شوے دے۔ بلال اظهر كياني ووئيل حكومت ټيكس نيټ پراخه كول او نېغ په نېغه ټېكسونو ته ودې وركولو لپاره اقدامات كوي دغسې چې معيشت مستحكم او په ټېكسونو كښې ښه والے راوستلے شي۔ د جماعت اسلامي پلاوي موټر سائيكل٬ ركشه او د 800 سي سي ګاډو لپاره د حكومت د هدفي ريليف اقداماتو هركلے وكړو٬ لياقت بلوچ د ريليف اقدامات ستائنې كولو سره زور راوړو چې سمدستي  ريليف سره سره د بنيادي مسئلو مستقل او تلپاتې حل لپاره دې هم اقدامات وكړے شي چې پكښې د پټروليم په لېوي كښې كمے هم شامل دے۔ وزيرانو پلاوي له باور وركړو چې دا سفارشات به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي٬ په ملاقات كښې د توان تحفظ، د صارفينو د مفادات تحفظ او د هېواد پټروليم څانګې لا قوي كولو لپاره په پراخه اقدامات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔