اسلام آباد۔15ستمبر (اے پي پي)د پاکستان او ازبکستان تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو ٬ میډیا مرستې او اولسي روابط ته د ودې وركوالو لپاره د ازبك مېډيا 10 كسيز پلاوې په 7 ورحنۍ دوره پاکستان ته راورسېد چې پكښې نامتو د ټیلې ویژن، ډیجیټل کانټینټ کري ایټرز، یوټیوبرز، انفلوئنسرز او د سوشل میډیا شخصیات شامل دي ۔ د نهې په ورځ د جاري پریس ریلیز تر مخه دا …
د ازبك مېډيا 10 كسيز پلاوې په 7 ورځنۍ دوره پاکستان ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر (اے پي پي)د پاکستان او ازبکستان تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو ٬ میډیا مرستې او اولسي روابط ته د ودې وركوالو لپاره د ازبك مېډيا 10 كسيز پلاوې په 7 ورحنۍ دوره پاکستان ته راورسېد چې پكښې نامتو د ټیلې ویژن، ډیجیټل کانټینټ کري ایټرز، یوټیوبرز، انفلوئنسرز او د سوشل میډیا شخصیات شامل دي ۔ د نهې په ورځ د جاري پریس ریلیز تر مخه دا پلاوي د پاكستان حکومت په بلنه دورہ کوي چې پكښې به هغه د سرکاري و شخصي څانګې د بېلو ادارو استازو سره ملاقاتونه كوي او د پاکستان مختلف څانګو كښې د شوي پیشرفت او کامیابیو به مشاهدہ کوي ۔ د دورې مهم مقصد د ازبک میډیا استازو ته د پاکستان بدلېدونكې میډیا منظرنامې څخه نيغ په نيغه خبرتيا وركول دي٬ په خاص توګه ټیلې ویژن، ډیجیټل میډیا او د سوشل میډیا په اولسي رائے جوړولو ، د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته كولو او سماجي و معاشي پرمختګ كښې د کردار په اړه معلومات وركول دي ۔ازبک پلاوي به د دواړو هېوادونو میډیا مرستې، د موادو تبادلې او د تجربات څخه د استفادې امکانات هم جاج اخلي۔










