هېواد كښې د موټر ګاړو خرڅون د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې  په كلنه بنيادونو 80 فيصد زيات شو

  اسلام آباد۔ 15 ستمبر (اے پي پي)  هېواد كښې  د موټر ګاړو  خرڅون د روان مالي كال په وړومبو  دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو 80 فيصده زيات  رېكارډ كړے شوے دے۔ د پاكستان آټو مينو فېكچر اېسوسي ايشن  شمېرو ترمخه د مالي كال په ورومبو دوو مياشتو كښې هېواد كښې د موټر ګاړو   30810  يونټس خرڅ شوي دي  كوم چې  د تېر مالي كال  هغې مودې  17127 يونټس …

 

اسلام آباد۔ 15 ستمبر (اے پي پي)  هېواد كښې  د موټر ګاړو  خرڅون د روان مالي كال په وړومبو  دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو 80 فيصده زيات  رېكارډ كړے شوے دے۔ د پاكستان آټو مينو فېكچر اېسوسي ايشن  شمېرو ترمخه د مالي كال په ورومبو دوو مياشتو كښې هېواد كښې د موټر ګاړو   30810  يونټس خرڅ شوي دي  كوم چې  د تېر مالي كال  هغې مودې  17127 يونټس په مقابل كښې 80 فيصد زيات دي٬  په اګست كښې د ګاړو  13642 يونټس خرڅ شول  كوم چې په جولائي  كښې 17168  يونټس په مقابل كښې  21 فيصد لږ  او د تېر كال  اګست 10016 يونټس  په مقابل كښې 36 فيصد  زيات دي۔  د شمېرو تر مخه  د مالي كال په وړومبو  دوو مياشتو كښې  د 1300 سي سي او د دې نه زيات  16558 يونټس  موټر ګاړي خرڅ شوي  كوم چې د تېر مالي كال   دومره مودې د 9218 يونټس په مقابل كښې  81 فيصد زيات دي۔  د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې  د 1000 سي سي  688 يونټس  خرڅون رېكارډ كړے شو  كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې په 783 يونټس په مقابل كښې 12 فيصد كم دي٬  دغسې د مالي كال  په دوو مياشتو كښې د 1000 سي سي  نه د لږ پار 13464 يونټس  ګاړي خرڅ شوي  كوم چې د تېر مالي كال  دومره مودې د 7126 يونټس په مقابل كښې 89 فيصد زيات دي۔

 

مزید خبریں