اسلام آباد 15ستمبر(اے پی پی)د مذهبي چارو او مذهبونو همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د المان د مذهبي آزادۍ كمشنر تهامس ريچل ملاقات وكړو ۔په پاكستان كښې د المان سفير اينا ليپل هم ملاقات په مهال موجود ؤ ۔په ملاقات كښې د پاك المان اړيكو٬مذهبي آزادۍ٬د مذهبونو تر مينځه په همغږۍ٬مذهبي روادارۍ او د اقليتونو د حقونو د ودې پشمول د شريكې خوښې په بيلو چارو تفصيلي …
د مذهبي چارو او مذهبونو همغږۍ وفاقي وزير سره د المان د مذهبي آزادۍ كمشنر ملاقات٬ په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 15ستمبر(اے پی پی)د مذهبي چارو او مذهبونو همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د المان د مذهبي آزادۍ كمشنر تهامس ريچل ملاقات وكړو ۔په پاكستان كښې د المان سفير اينا ليپل هم ملاقات په مهال موجود ؤ ۔په ملاقات كښې د پاك المان اړيكو٬مذهبي آزادۍ٬د مذهبونو تر مينځه په همغږۍ٬مذهبي روادارۍ او د اقليتونو د حقونو د ودې پشمول د شريكې خوښې په بيلو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئېل پاكستان د مذهبونو تر مينځه همغږۍ٬مذهبي روادارۍ او د ټولو مذهبونو د پيروكارو د حقونو تحفظ لپاره عزم لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د ميشته ټولو مذهبونو او اقليتونو حقونه د آئين له مخې محفوظ دې او حكومت د دوي مذهبي٬سماجي او معاشرتي حقونو تحلظ لپاره عملي ګامونه اخلي۔وفاقي وزير ووئيل په سوشل ميډيا كركه خپرونكو او د مذهبونو مخالف موادو مخ نيوي لپاره مذهبي چارو او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ وزارت كښې خاص سيل جوړ كړے شوے كوم چې د مذهبي منافرت مخ نيوي او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ زياتولو لپاره كار كوي۔د المان د مذهبي آزادۍ كمشنر تهامس ريچل د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وزارت اقدامات ستائېلو سره ووئېل د وزارت نوم او كار دواړه منفرد او د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل د نړيوال امن ودې لپاره د مذهبونو ترمينځه شريك احترام٬برداشت او پرله پسې مكالمه ضروري ده۔تهامس ريچل د مذهبي آزادۍ٬مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او روادارۍ ودې لپاره د پاكستان هڅې ستائېلو سره ووئېل د بيلو مذهبونو د پيروكارو ترمينځه شريك احترام او افهام و تفهيم ته وده وركولو سره په نړيواله كچه امن او د همغږۍ مقاصد ترلاسه كولې شوو۔د ملاقات په مهال مذهبي آزادۍ٬د مذهبونو ترمينځه په همغږۍ او د شريك احترام ودې لپاره د پاكستان او المان ترمينځه د مرستې روانې ساتلو ته اتفاق راغلو ۔ډلو په دې امر هم زور راوړو چې د مذهبونو ترمينځه مكالمه او شريك احترام ته ودې وركولو سره ټولنو كښې امن٬برداشت او همغږي به لا مستحكمه كولې شي۔










