د جنرل اسمبلۍ د 81مې غونډې په مهال د پاکستان فعاله ګډون لپاره نزدې رابطې او چمتوالے نيول دې باوري كړے شي۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار امر كړے دے چې د جنرل اسمبلۍ د 81مې غونډې په مهال د پاکستان فعاله ګډون لپاره نزدې رابطې او چمتوالے نيول دې باوري كړﺀ شي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې د پروګرام …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار امر كړے دے چې د جنرل اسمبلۍ د 81مې غونډې په مهال د پاکستان فعاله ګډون لپاره نزدې رابطې او چمتوالے نيول دې باوري كړﺀ شي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مې غونډې د پروګرام جاج په اړه د غونډې مشري وكړه  چې پكښې خارجه سيکرټري او د يو اېن لپاره خاص سيکرټري نائب وزيراعظم و خارجه وزير ته د مجوزه پروګرام په اړه بريفنګ وركړو٬ په بريفنګ كښې د لوړې كچې مصروفيات، د دوه اړخيزه ملاقاتونو نه علاوه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په موقع نور مهم مصروفيات شامل وو۔ سينيټر اسحاق ډار د مجوزه پروګرام جاج واخست٬ د دې ترجيحات او انتظاماتو په اړه ئې لارښوونه وكړه او امر ئې وكړو چې د جنرل اسمبلۍ د 81مې غونډې په مهال د پاکستان فعال ګډون لپاره نزدې رابطې او د چمتوالے نيول باوري كړئ۔

مزید خبریں