پاك چين ستراتېژك باور په ځائے ساتل، د دې مضبوطيا لپاره د لوړې كچې تبادلې٬ اولسي روابط او په اقتصادي مرسته كښې پراختيا ضروري ده۔ آصف علي زرداري

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي پاك چين ستراتېژك باور په ځائے ساتل، د دې مضبوطيا لپاره د لوړې كچې تبادلې٬ د اولسي روابط وده او په اقتصادي مرسته كښې پراختيا ضروري ده۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر  پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه چين لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير ډاكټر …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي پاك چين ستراتېژك باور په ځائے ساتل، د دې مضبوطيا لپاره د لوړې كچې تبادلې٬ د اولسي روابط وده او په اقتصادي مرسته كښې پراختيا ضروري ده۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر  پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه چين لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير ډاكټر سيد علي اسد ګيلاني سره په خبرو كښې كړې چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ په دې موقع سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود ٶ۔ صدر مملكت ووئيل چين سره اړيكې د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهم اړخ دے۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه  قوي سياسي خيرسګالي په لا اقتصادي او صنعتي مرسته بدلولو زور راوړو۔ صدر مملكت د سي پيك 2.0 له مخې بزنس ټو بزنس مرستې ته د پام لرنې هركلے وكړو او په خاص توګه ځوانانو لپاره  د هنرمندۍ ودې او  د روزګار موقعو  پېدا كولو په اړه  د جديد زراعت، مصنوعي ځېركتيا او د نوو ټيكنالوجيز په څانګو كښې د مرستې په اهميت يې زور رواړو۔ ده نومولي سفير ته د چين حكومتي ادارو، د كميونسټ پارټي آف چائنا قيادت، تھنك ټينكس، تعليمي ادارو او ميډيا سره د فعاله روابطو په ځائے ساتلو او په اولسي كچه اړيكو ته د ودې وركولو امر وكړو چې پكښې د زده كوٶنكو تبادله هم شامله ده ۔ ده ووئيل زه راتلونكي كال د اېس سي او مشرانو غونډې لپاره د صدر شي جن پنګ د پاكستان دورې ته سترګې په لار يم۔

مزید خبریں