بارانونو څخه  ځپلو سيمو كښې د هر ممكنه آسانيو وركولو لپاره ټول تر لاسه وسائل پكار راولۍ ٬ د وزيراعظنم  شهبازشريف  چيئرمېن اين ډي ايم اے ته سپارښتنه

  اسلام آباد ۔ 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو نه ځپلو سيمو كښې په سړكونو او پلونو د ټرافېك روانه ساتلو لپاره او د مرستې سامان ورسولو  په اړه  اړوند محكمو ته د رابطو زياتولو  سپارښتنه كړې ده۔  د نهې په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم شهباز شريف  سره د نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي (ايم ډي ايم …

 

اسلام آباد ۔ 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بارانونو نه ځپلو سيمو كښې په سړكونو او پلونو د ټرافېك روانه ساتلو لپاره او د مرستې سامان ورسولو  په اړه  اړوند محكمو ته د رابطو زياتولو  سپارښتنه كړې ده۔  د نهې په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم شهباز شريف  سره د نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي (ايم ډي ايم اے) چيئرمېن  لفټېننټ جنرل  انعام حېدر ملك  ملاقات وكړو٬   جنرل انعام حېدر ملك  وزيراعظم ته   په اوسنو پشكال بارانونو   او د سيلابي صورتحال   مقابلې  له  په كړو  انتظامات برېفنګ وركړو۔   وزيراعظم په دې مهال سپارښتنه وكړه   چې د بارانونو نه ځپلو سيمو كښې اولس ته د هر ممكن رېليف وركولو لپاره  تر لاسه ټول وسائل پكار راولئ٬  وزيراعظم  د بارانونو په مهال  په سړكونو او پلونو د ټرفېك روانه ساتلو  او د مرستې سامان رسولو په اړه   اړوند محكمو ته د رابطو زياتولو هم  سپارښتنه وكړه۔  چېئرمېن  اين ډي ايم اے ووئېل  د وزيراعظم په امر د كړو پېشګي انتظامات  له امه  اړوند ادارې به د پشكال سېزن  كښې د موثره ګامونو سره په ښه ډول نګراني هم كوي۔  دغس ېچيئرمېن  د روان  پشكال  متوقع رحجان  او د صوبو او ادارو تر مينځه  په شريكه مرسته    د روانو  مجموعي انتظاماتو نه هم وزيراعظم خبر كړو۔  وزيراعظم ووئېل  په هېواد كښې هر چرته د كوم بېړني موسمي صورتحال  تر مخه   ټولې اړوند ادارې دې د ژغورنې او رېليف لپاره چمتو اوسيږي

مزید خبریں