فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د لبنان د داخله او بلدياتو چارو وزير وليدل، لبنان سره دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره د پاکستان د عزم پخلې

  پېنډۍ 14 ستمبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير سره دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره د پاکستان د عزم پخلې كړې او د مشتركه دلچسپۍ په څانګو كښې په شريكو مفاداتو اډانه مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د خواهش څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ …

 

پېنډۍ 14 ستمبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير سره دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره د پاکستان د عزم پخلې كړې او د مشتركه دلچسپۍ په څانګو كښې په شريكو مفاداتو اډانه مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د خواهش څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د لبنان د بلدياتو او داخله چارو وزير احمد الحجار د پاکستان د دوه ورځنۍ دورې په مهال په جي اېچ كيو كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د شريكې خوښې په چارو٬ د منطقې په بدلېدونكې سکيورټي صورتحال او په امنيتي څانګه كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره په امکاناتو د خيالاتو څرګندونه كړې او د دواړو هېوادونو د امنيتي ادارو ترمېنځه د ادارہ جاتي روابطو قوي كولو او د مرستې د ودې په اهميت هم زور راوړلې شوې۔ چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز لبنان سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د پاکستان د عزم پخلې كړې او د مشتركه دلچسپۍ په څانګوه كښې په شريكو مفاداتو اډانه مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د خواهش څرګندونه شوې۔ د لبنان ګران مېلمه سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د خدماتو ستائنه وكړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د پاك د وظيفائي صلاحيتونو او قربانيو اعتراف وكړو۔

مزید خبریں