اسلام آباد 14ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د انډونيشين بحريه مشر ايډمرل ډاكټر محمد علي ته د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځه د اړيكو ودې لپاره د خذمات په اعتراف كښې نشان امتياز(ملټري)وركړې۔ هغه ته دا اعزاز د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې په دستوره كښې وركړې شو۔ په دستوره كښې چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف٬ سينيټر سليم مانډوي والا٬ ده پارلمان …
صدر آصف علي زرداري د انډونيزيا د بحريه مشر ته نشان امتياز(ملټري) وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد 14ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د انډونيشين بحريه مشر ايډمرل ډاكټر محمد علي ته د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځه د اړيكو ودې لپاره د خذمات په اعتراف كښې نشان امتياز(ملټري)وركړې۔ هغه ته دا اعزاز د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې په دستوره كښې وركړې شو۔ په دستوره كښې چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف٬ سينيټر سليم مانډوي والا٬ ده پارلمان غو غړي او سفيرانو هم ګډون كولو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ايډمرل ډاكټر محمد علي صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات هم كړی چا چې هغه ته په دې اعلٰی اعزاز ترلاسه كېدو مباركي وركړې۔ په دې موقع خبرې كولو سره صدر مملكت ووئيل چې د پاكستان او انډونيزيا ترمينځه د اوږدې مودې او ورورولۍ اړيكې دي۔ ده د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه مرسته د لا قوي كولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل چې بليو اكانومي او سمندري څانګې شريك پرمختګ كښې بې شمېره صلاحيت موجود دې كوم چې په بشپړه ډول كارولو ته اړتيا ده۔ ده د پاكستان نيوي لخوا په مشقونو كښې د انډونيزيا بحريه د رسمي ګډون ستائنه وكړه۔ په دې موقع د انډونيزيا سفير ليفټيننټ جنرل (ر) چندر ډبليو سوكوتجو ايډمرل ډاكټر محمد علي سره ٶ۔










