اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف فيول سبسډي ريليف ترلاسه كولو لپاره د رجسټريشن اړين اېس اېم اې فري كولو امر كولو سره ووئيل چې اولس سره دې د رجسټريشن او نور ضروري مراحلو كښې هر ډول ممكنه لارښودنه وكړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې …
وزيراعظم شهباز شريف د فيول سبسډي ريليف ترلاسه كوٶنكي رجسټريشن لپاره د اړين اېس اېم اېس فري كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف فيول سبسډي ريليف ترلاسه كولو لپاره د رجسټريشن اړين اېس اېم اې فري كولو امر كولو سره ووئيل چې اولس سره دې د رجسټريشن او نور ضروري مراحلو كښې هر ډول ممكنه لارښودنه وكړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د خليج صورتحال له مخې د پټروليم مصنوعاتو بيعه كښې اضافه كم آمدنۍ او متوسط طبقې لپاره ريليف وركولو لپاره د پي ايم سپيشل ريليف سکيم په پيشرفت د لوړې كچې عونډه شوې٬ د سکيم له مخې به موټر سائيکل، رکشه او 800 سي سي ګاډو مالكانو ته په فيول سبسډي وركولې شي۔ وزيراعظم سبسډي ريليف ترلاسه كولو لپاره د رجسټريشن اړين اېس اېم اې فري كولو امر وكړو۔ د اسلام آباد استوګنو لپاره فيول سبسډي سکيم به په 14 ستمبر د شپې پېل كړې شي او د ګرد هېواد پشمول آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان كښې به په 16 ستمبر د شپې په پېټرلو ريليف ترلاسه كېدې شي۔ وزيراعظم د اسلام آباد چيف کمشنر او آئي جي پشمول انتظاميه د اولس لارښودنې لپاره په فيلډ كښې د موجود پاتې كېدو امر وكړو۔ ده ووئيل چې اولس سره دې په رجسټريشن او نور ضروري پړاٶنو كښې هر ډول ممكنه لارښودنه وكړې شي۔ وزيراعظم په ګرد هېواد كښې اولسي نمائندګانو او رضاكارو ته هم د اولس لارښودنې لپاره د فعاله كېدو امر وكړو۔ ده ووئيل دوي دې اولس سره د فيول سبسډي سکيم په رجسټريشن او نور ضروري مراحلو كښې بشپړه لارښودنه وكړي۔ وزيراعظم د فيول سبسډي سکيم په حواله په ميډيا د خبرتيا بشپړه كمپائن چلولو امر وكړو۔ ده ووئيل چې په پرنټ، اليکټرانک، ډيجيټل او سوشل ميډيا پشمول په ټول پليټ فارمز دې د خبرتيا كمپائن تېز كړې شي، د فيول سبسډي سکيم خواږه زيات مستحق وګړو ته رسولو لپاره دې ټولې ذريعې وكارولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د سکيم کاميابۍ لپاره دې د اولس په وخت معلومات او لارښودنه باوري كړې شي۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په اسلام آباد ريجن كښې د سکيم پېل ماسپخين څخه تر اوسه 6 لكه نه زيات اېس اېم اېس موصول شوې دي٬ په موصول شوې ايس ايم ايس كښې 42 زره 933 درخواست كوٶنكي پي ايم اسپيشل ريليف سکيم لپاره په کاميابۍ سره رجسټرډ شوې دي۔ په بريفنګ كښې دا هم ووئيل شول چې فيول سبسډي سکيم لپاره به په رجسټريشن كښې يوازې څلور معلومات اړين وي، شناختي کارډ نمبر، د ګاډي نمبر پليټ، د رجسټريشن صوبه او د ګاډي د رجسټريشن نيټه دې سكيم كښې رجسټريشن لپاره اړين څلور بنيادي معلومات دي، فيول سبسډي سکيم بشپړه تفصيلات په اردو وېب پاڼه www.pmfuelrelief.pk شتون لري۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق مسعود ملك، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطا الله تارړ، علي پرويز ملک، شزه فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال طارق باجوه او د اړوند ادارو لوړ پورو ګډون كولو










