صدرمملکت سره د فرانس سفير نکولس ګيلے د مخه ښې وليدل

  اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) صدرمملکت آصف علي زرداري د لوړې كچې د رسمي تبادلو، اقتصادي مرستې قوي كولو او د كاروباري ورورولۍ ترمېنځه د روابطو زياتولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل چې پاکستان فرانس سره د اوږدې مودې خپلې دوستۍ ته ډېر اهميت وركوي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د فرانس سفير نکولس ګيلے صدر …

 

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) صدرمملکت آصف علي زرداري د لوړې كچې د رسمي تبادلو، اقتصادي مرستې قوي كولو او د كاروباري ورورولۍ ترمېنځه د روابطو زياتولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل چې پاکستان فرانس سره د اوږدې مودې خپلې دوستۍ ته ډېر اهميت وركوي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د فرانس سفير نکولس ګيلے صدر مملکت آصف علي زرداري سره په ايوان صدر كښې  مخه ښې ليدلي۔ صدر مملکت د پاکستان او فرانس اړيكو ودې لپاره د خپلې سفارتي مودې په مهال د سفير د خدماتو ستائنه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې به دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولې شي۔ په دې  موقع صدر مملکت سفير نکولس ګيلے ته د خپلو ذمه وار په بشپړولو مباركي وركولو سره سباون لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د فرانس سفير نکولس ګيلے پاکستان كښې د خپلې سفارتي مودې په مهال په مرسته كولو د دوي مننه وكړه۔ ده ووئيل زه د پاكستان او فرانس اړيكې مضبوطولو كښې د خپل كردار موقعې ته په درنه سترګه ګورم۔

مزید خبریں