اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې د وزيراعظم د پټرولو خاص ريليف سکيم د ګاډي اهل مالكانو او د صارفينو سهولت لپاره بيا د سره مرتب كړې شوې دې چې پكښې روزګار لپاره استعمالېدونكې موټر سائيکلز او رکشو استعمالوونكي خواري كښ هم شامل كړې شوې دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ …
د وزيراعظم فيول ريليف سکيم: په پيټرول 100 روپۍ د ليټر په سر سبسډي، بائيك و رکشه لپاره به په مياشت كښې 20 او 800 سي سي ګاډو لپاره 30 ليټره وركولې شي، د رکشه يا ګاډي د ملکيت شرط ختم، كارونكې به اهل وي: وفاقي وزيره شزه فاطمه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي چې د وزيراعظم د پټرولو خاص ريليف سکيم د ګاډي اهل مالكانو او د صارفينو سهولت لپاره بيا د سره مرتب كړې شوې دې چې پكښې روزګار لپاره استعمالېدونكې موټر سائيکلز او رکشو استعمالوونكي خواري كښ هم شامل كړې شوې دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ او د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل چې حکومت د پروګرام د تېر پړاٶ تجربو جاج اخستو سره اولس لپاره د رجسټريشن طريقه کار آسان كړے دے، تېر ځل يوازې د مالكانو په نامه د موټر سائيکلو رجسټرډ د شرط له امله د رجسټريشن شرح ډېر كمه وه۔ شزه فاطمه ووئيل روزګار لپاره استعمالېدونكې موټر سائيکلې او رکشو لپاره اوس د ګاډي د ملكيت لازمي شرط به نه وي، البته د 800 سي سي په ګاډو رعايت ترلاسه كوٶنكو لپاره به ملکيت ضروري دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې وزيراعظم د پروګرام تفصيلي جاج اخستو سره واضح هدايات جاري كړل چې اولس چې د ريليف ترلاوسه كولو څخه په غېر ضروري توګه محروم ونه ساتلې شي، خو د اولسي فنډ ناسم استعمال مخه نيول او د اصل حقدارو تحفظ لپاره بنيادي تصديقي تقاضے په ځائ ساتلے شوے دي٬ د موجوده طريقه کار له مخې به درخواست كوٶنكي له په 9771 څلور بنيادي معلومات استول وي چې پكښې شناختي کارډ نمبر، د ګاډي نمبر پليټ، د رجسټريشن صوبه او د رجسټريشن نېټه شامل وه۔ شزه فاطمه ووئيل چې وړومبي تصديق څخه به دا معلومه شي چې كوم سم څخه ميسج لېږلې شوې ھغه په دغه شناختي کارډ رجسټرډ دے يا نا، دغسې چې يو كس ته د بل په شناختي کارډ ټوکن جاري نه كړې شي٬ دوهم تصديق به د ګاډي د نمبر پليټ، صوبې او تاريخ وي؛ چونکه هره صوبه د ايکسائز ډيپارټمنټ او اسلام آباد، آزاد کشمير و ګلګت بلتستان د خپل رجسټريشن ډېټا جلا ساتي دې لپاره يو نمبر په بېلو صوبو كښې كېدې شي٬ دې لپاره د صوبې درست نشاندهي ضروري ده دغسې چې د ډېټا اړوند څانګې څخ په سمدستي توګه تصديق وكړئ شي ٬ د دې سکيم له مخې موټر سائيکل، رکشه، چنګچي او د 800 سي سي ګاډي مالكان او مصرف كوٶنكو ته به په پټرول سل روپۍ رعايت وركولې شي٬ موټر سائيکل او چنګچي لپاره هره مياشت 20 ليټر او 800 سي سي ګاډو لپاره هره مياشت 30 ليټره رعايتي كوټه مقرر كړے شوے ده٬ رجسټريشن لپاره به وګړو له پخپل نوم په رجسټرډ سم د ډېش نه غېر شناختي کارډ نمبر، دسپېس يا ډيش نه غېر د ګاډي نمبر، صوبائي کوډ او د رجسټريشن نيټې او REG ليكول سره په 9771 اېس اېم اېس استول وي۔ د رجسټريشن د تصديق نه وروسته چې كله پيټرول اخستل وي نو وګړې به په 9771 TOK ليكلو سره ټوكن ترلاسه كوي٬ كوم چې به په پټرول پمپ ښودلو سره د تصديق نه وروسته رعايتي ترلاسه كولې شي۔ وفاقي وزيرې اعتراف وكړو چې په ابتدائي توګه ډيټا درج ستونزې رامخې ته كېدې شي، خو بوګس رجسټريشن او د نورو ګاډو د ريليف ناسم استعمال لاره نيولو لپاره دا جانچ پړتال ضروري دے۔ دې واضح كړه چې د سکيم ډيجيټل طريقه کار په داسې څېر ډيزائن كړے شوے دے چې اولس ته به د انټرنېټ يا سمارټ فون ضرورت نه رامخې ته كېږي بلكې د ساده اېس اېم اېس د لارې عام فون لرونكي يو ډول مستفيد كېدې شي۔ د دې نه علاوه په پمپس هم د هر ډول تکنيکي يا کنيکټيويټي مسئلې په سمدتي توګه حل پاره يو خاص هيلپ لائن او د پټروليم وزارت په مرسته جلا كال سنټر هم په بشپړه توګه فعاله كړے شوے دے۔










