ارومچي 14ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې ډيجيټل معيشت د پاكستان د پرمختيائي ايجنډې مركز دے٬ د پاكستان او چين پشمول د اېس سي او هېوانو ترمنځه مصنوعي ذهانت٬كلاؤډ كمپيوټنګ ٬سائبر سكيورټي٬تحقيق او ډيجيټل رابطو څانګو كښې د مرستې پراخا موقعې موجود دي۔ وفاقي وزير په دوه ورځنۍ سركاري دوره د چين ارومچي ښار ته رسېدلې چرته چې هغه د …
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د اېس سي او ډيجيټل اكانومي مرستې وزارتي غونډې ته خطاب٬ډيجيټل رابطو ته په وده وركولو زور
ارومچي 14ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې ډيجيټل معيشت د پاكستان د پرمختيائي ايجنډې مركز دے٬ د پاكستان او چين پشمول د اېس سي او هېوانو ترمنځه مصنوعي ذهانت٬كلاؤډ كمپيوټنګ ٬سائبر سكيورټي٬تحقيق او ډيجيټل رابطو څانګو كښې د مرستې پراخا موقعې موجود دي۔ وفاقي وزير په دوه ورځنۍ سركاري دوره د چين ارومچي ښار ته رسېدلې چرته چې هغه د ډيجيټل اكانومي فورم كښې ګډون وكړو۔ وفاقي وزير د اېس سي او ډيجيټل اكانومي مرستې وزارتي كچ غونډې ته خطاب كښې ووئيل ډيجيټل معيشت د پېداوار٬تجارت٬ حكمرانۍ چلند او بشري پرمختګ رفتار تندولو مهمه ذريعه ده۔ ده ووئيل اي پاكستان٬اړان پاكستان پنځه بنيادي ستنو كښې شامل دې او ډيجيټل بدلون د پاكستان پرمختيائي ايجنډې مركز دے۔ ډيجيټل نيشن پاكستان ايكټ٬ پاكستان ډيجيټل اتهارټي او قومي مصنوعي ذهانت پالېسۍ د ډيجيټل بدلون بنياد دے۔ احسن اقبال ووئيل چې د پاكستان او چين ترمينځه مصنوعي ذهانت٬كلاؤډ كمپيوټنګ٬سائبر سكيورټي٬تحقيق او ډيجيټل رابطو څانګو كښې د مرستې پراخا موقعې موجود دي كومو څخه چې د دواړو هېوادونو اولس په خاص توګه ځوان نسل مستفيد كېدې شي۔احسن اقبال زور راوړو چې د ډيجيټل بنيادي ډهانچې مېوې يوازې تر حكومتونو او لويې كمپنو محدود نه دې پكار بلكې ځوانانو٬ميرمنو٬پوهنتونونو او لويې كاروباريانو ته هم ډيجيټل معيشت كښې مخ په وړاندې د تللو يو برابر موقعې وركول پكار دي۔











