د لبنان داخله وزير احمد الحجار د پاکستان مونومنټ او پوليس لائنز دوره

  اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د لبنان داخله وزير احمد الحجار د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري سره د پاکستان مونومنټ او د اسلام آباد پوليس لائنز دوره وكړه٬ پاکستان مونومنټ ته په راتګ د فېډرل کانسټېبلري (اېف سي) يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د لبنان داخله وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني …

 

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د لبنان داخله وزير احمد الحجار د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري سره د پاکستان مونومنټ او د اسلام آباد پوليس لائنز دوره وكړه٬ پاکستان مونومنټ ته په راتګ د فېډرل کانسټېبلري (اېف سي) يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د لبنان داخله وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني كولو سره يۍ  هغوي لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ په دې مو قع د لبنان داخله وزير ته د مونومنټ په تاريخي او ملي اهميت بريفنګ وركړو٬ ده د د يادګار تاريخي پس منظر او زړه راكښونكې طرز تعمير وستائلو۔ دې څخه وروسته اسلام آباد پوليس لائنز كښې د لبنان داخله وزير په درناوي كښې خاص پرېډ وشو چرته چې د پوليس چټك ډلې دوي ته سلام وړاندې كړه او د دواړو هېوادونو قامي سردودونه وغږول شول۔ داخله وزير احمد الحجار د پرېډ معائنه وكړه او د پوليس ځوانانو د نظم و ضبط او وظيفائي معيار ستائنه كولو سره ئې په ځانګړې كاركردګۍ اهلكارو له انعامونه وركړل۔ د اسلام آباد پوليس مشر علي ناصر رضوي او د اېف سي آئي جي رياض نذير ګاړا په شمول د پوليس نور اعلٰې چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔