لاهور۔13ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ په ټېلېفوني خبرو كښی وزيراعظم په سعودي عربستان د حوثيانو تازه بريدونه ٬ په خاص توګه د سعودي عربستان اقتصادي او ښارېزې ډھانچې هدف جوړول وغندل۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم …
د وزيراعظم سعودي ولي عهد سره ټېلېفوني خبرې ٬ د حوثي بريدونو سخته غندنه
لاهور۔13ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ په ټېلېفوني خبرو كښی وزيراعظم په سعودي عربستان د حوثيانو تازه بريدونه ٬ په خاص توګه د سعودي عربستان اقتصادي او ښارېزې ډھانچې هدف جوړول وغندل۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره ټېلېفوني خبرې وكړې په كومو كښې چې په سعودي عربستان د حوثيانو د تازه بريدونو يووالې بيا غندنه وكړې شوه۔ وزيراعظم سعودي مشرتابه او ورور سعودي اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل د حوثيانو اوسنۍ كارروايۍ د سيمې امن او سلامتيا لپاره خطر دي او دا په نړيوال معيشت او توان په رسولو كښی لا خلل رامخې ته كولې شي۔ وزیر اعظم ووئيل زه به فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره تاؤ تريخوالې كمولو او منطقه كښی امن په ځائې كولو له خپلې هڅې دوامدارې ساتو۔ وزیراعظم په موقع خادم حرمېن شريفېن ٬ شاه سلمان بن عبد العزيز آل سعود لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ سعودی ولی عهد بن سلمان سعودي عربستان لپاره د پاكستان د پرله پسې او ثابت قدم ملاتړ او په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ دواړو د نزدې رابطې په برقرار ساتلو له د پاكستان د هڅو ستائنه نوړه۔











