د وزيراعظم خصوصي پټرول ريليف پېكېج ، موټر سائیکل ، رکشه او تر 800 سی سی ګاډو لپاره د لېټر په سر د 100 روپو رعايت

لاهور۔13ستمبر  (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په منځني ختيز كښې د روان تاؤ تريخوالي له امله په نړيوالو منډيانو كښې د تېل په قيمتونو كښې د اضافې په اولس پرېوتونكي اثرات كمولو له خصوصي پټرول ريليف سكيم اعلان كړو چې له مخې به يۍ موټر سائیکل، رکشه، چنګچی او تر 800 سی سی ګاډو كارونكو ته پټرول د لېټر په سر 100 روپۍ رعايت سره وركولې شي۔ د اسلام …

لاهور۔13ستمبر  (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په منځني ختيز كښې د روان تاؤ تريخوالي له امله په نړيوالو منډيانو كښې د تېل په قيمتونو كښې د اضافې په اولس پرېوتونكي اثرات كمولو له خصوصي پټرول ريليف سكيم اعلان كړو چې له مخې به يۍ موټر سائیکل، رکشه، چنګچی او تر 800 سی سی ګاډو كارونكو ته پټرول د لېټر په سر 100 روپۍ رعايت سره وركولې شي۔ د اسلام آباد د حد دننه د دې اطلاق به د راروان پېر او نھې او ګرد هېواد ٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې به د دې اطلاق د شورو او زيارت منځومانۍ شپه كښې كولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخو د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې

وزیراعظم ووئيل د تېلو په بيعو كښی د زياتوالي له امله په اولس د پرېوتونكي بوج حكومت ته بشپړ احساس دے۔ په دې سخت وخت كښې به اولس يوازې نه پرېږدو۔ وزیرِ اعظم ووئيل د خصوصي ريليف سكيم له مخې د موټر سائیکل، رکشه او چنګچی په شمول د درې پايو سورلو ته به د مياشتې 20 لېټر پټرول لپاره في لېټر 100 روپۍ ريليف وركولې شي او تر 800 سی سی ګاډو مالكانو ته به په 30 لېټر پټرول في لېټر 100 روپۍ رعايت وركولې شي۔ ده ووئيل د اسلام آباد د حد دننه د دې اطلاق به د راروان پېر او نھې او ګرد هېواد ٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې به د دې اطلاق د شورو او زيارت منځومانۍ شپه كښې كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل خصوصی ریلیف سکیم لپاره به د رجسټرېشن عمل نن څخه پېل كړې شوې دې او رجسټرېشن تګلارې په اړه به اولس خبر كړې شي۔