اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) دسېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د كال 1965 جنګ عظيم اتل مېجر عزيز بھټي شهيد ته د هغه د شهادت په 61 م تلين په درنو ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مېجرعزیز بھټی شهید د وطن دفاع په مهال د غېر معمولي مړانې څرګندونه كولو سره دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې …
د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان مېجر عزيز بھټي شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) دسېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د كال 1965 جنګ عظيم اتل مېجر عزيز بھټي شهيد ته د هغه د شهادت په 61 م تلين په درنو ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مېجرعزیز بھټی شهید د وطن دفاع په مهال د غېر معمولي مړانې څرګندونه كولو سره دښمن په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړو۔ هغه په 12 ستمبر كال 1965 د وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركولو سره د شهادت لوړه درجه ترلاسه كړه۔ ده ووئيل قام د مېجر عزيز بھټي په څير اتلانو قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري او د هغوي ستړې راتلونكو نسلونو لپاره د قومي جذبې ٬ حوصلې او عزم سرچينې دي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې عزيز بھټي له په جنتونو كښی لوړې درجې او د هغه كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔










