اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مېجر راجه عزيز بھټي شهيد نشان حېدر ته د هغه د شهادت ورځې په موقع پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د مړانې ځانګړي مثال مېجر راجه عزيز بھټي شهيد خپلې وينې سره د تورزنۍ ستر داستان رقم كړو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي ووئيل مېجر عزيز بھټي شهيد د مړانې ٬ …
د كورنيو چارو وفاقي وزير مېجر راجه عزيز بھټي شهيد ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مېجر راجه عزيز بھټي شهيد نشان حېدر ته د هغه د شهادت ورځې په موقع پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د مړانې ځانګړي مثال مېجر راجه عزيز بھټي شهيد خپلې وينې سره د تورزنۍ ستر داستان رقم كړو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي ووئيل مېجر عزيز بھټي شهيد د مړانې ٬ بسالت او وطن سره د مينې روښانه باب دے۔ مېجر عزیز بھټی شهید په بی آر بی كېنال د دښمن د پېش قدمۍ مخه نيولو سره د هغوي غرور خاورو سره ګډ كړو۔ ده ووئيل د كال 1965 په جنګ كښې مېجر عزيز بھټي شهيد د خپل ژوند قرباني وركولو سره د لاهور دفاع مضبوطه كړه۔ ده ووئيل د وطن د شهيدانو مقدسه وينه د هېواد د سلامتيا ٬ بقا او خوددارۍ اصل ضمانت ده۔ د مېجر راجه عزیز بھټی شهید ځانګړې قرباني به تل د قام په زړونو كښې ژوندۍ پاتې وي۔











