اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) پاکستان په سعودي عربستان کښې په پائپ لائن د ډرون بریدونو سخته غندنه كولو سره ويلي دي چې دا بريدونه د سیمې د سولې، امنیت او ثبات لپاره جدي خطره ده٬ پاكستان په سيمه كښې تلپاتي امن او ثبات ترلاسه كولو له مخلصانه هڅې كوي او په راتلونكي كښې به يۍ دغسې روانې ساتي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي …
پاکستان سعودي عربستان کښې په پائپ لائن د ترسره شوو ډرون بریدونو سخته غندنه وکړه
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) پاکستان په سعودي عربستان کښې په پائپ لائن د ډرون بریدونو سخته غندنه كولو سره ويلي دي چې دا بريدونه د سیمې د سولې، امنیت او ثبات لپاره جدي خطره ده٬ پاكستان په سيمه كښې تلپاتي امن او ثبات ترلاسه كولو له مخلصانه هڅې كوي او په راتلونكي كښې به يۍ دغسې روانې ساتي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان د سعودي عربستان په رياض او د مدينې په سيمه كښې په ايسټ وېسټ پائپ لائن د ترسره شوو ډرون بريدونو سخته غندنه كړی ده د كومو په نتيجه كښې چې پائپلائن زیانمن شوې او یو شمېر وګړي ټپیان شوي دي۔ ده ووئيل دا بريدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د سعودي عربستان د خپلواكۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده خلاف ورزي ده۔ دا بريدونه ٬ امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره جدي خطره ګڼل كيږي۔ ده ووئيل پاكستان د سعودي عربستان د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او سوكالۍ لپاره د خپل نه كمزورې كېدونكي ملاتړ پخلې كوي او د مملكت مشرتابه ٬ حكومت او ورور سعودي اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې تلپاتي امن او ثبات ترلاسه كولو له مخلصانه هڅې كوي او په راتلونكي كښې به يۍ دغسې روانې ساتي۔(اے پي پي وا ١٦٠١)











