اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د پاك افريقا كونسل دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د ډي جي افريقا حميد اصغر خان په شمول د يو شمېر هېوادو سفارتي چارواكي او كاروباري شخصيات موجود وو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې د پاكستان و افريقائي هېوادونو ترمينځه تجارت ٬ سرمايه كار٬ كاروباري …
د خېبر پښتونخوا ګورنر د پاك افريقا اكنامك كونسل دستوره كښې ګډون
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د پاك افريقا كونسل دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د ډي جي افريقا حميد اصغر خان په شمول د يو شمېر هېوادو سفارتي چارواكي او كاروباري شخصيات موجود وو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې د پاكستان و افريقائي هېوادونو ترمينځه تجارت ٬ سرمايه كار٬ كاروباري تړون او اقتصادي همكارۍ ته وده وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر فېصل كريم په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان په خاص توګه خېبر پښتونخوا د سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔ اقريقائي هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي تړون لا پياوړې كولو سره نوې ماركيټونو ته لاس رسي ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا په قدرتي وسائلو ٬ معدنيان ٬ كركيله ٬ سياحت ٬ آئي ټي ٬ توان او نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې صلاحيت لري۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا د سيمه ييز او نړيوال تجارت مهم مركز جوړولو له د وفاقي او صوبائي ادارو ٬ كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارانو ترمينځه مؤثر تړون ته اړتيا ده۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې په صوبه كښې سرمايه كارۍ ته وده وركولو له به هره ممكنه مرسته كولې شي۔











