اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د كال 1965 جنګ اتل مېجر عزيز بھټي شهيد ته د هغه د شهادت په 61 م تلين پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مېجر عزیز بھټی شهید د كال 1965ء جنګ په مهال تر 5 ورځو د دښمن مخې ته د فولادي دېوال په څير ولاړ پاتے …
د سيد يوسف رضا ګيلاني مېجر عزيز بھټي شهيد ته په 61م تلين پېرزوئنې
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د كال 1965 جنګ اتل مېجر عزيز بھټي شهيد ته د هغه د شهادت په 61 م تلين پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مېجر عزیز بھټی شهید د كال 1965ء جنګ په مهال تر 5 ورځو د دښمن مخې ته د فولادي دېوال په څير ولاړ پاتے شو او د وطن د دفاع ذمه واري ترسره كولو په مهال يۍ په 12 ستمبر د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ د هغه مړانه او قرباني د ملي تاريخ د وياړ وړ باب او ځوانانو لپاره د لارې مشال ده۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ قام لپاره قيمتي اثاثه دي۔ ده ووئيل قام به د خپلو مېړنو شهيدانو قربانۍ تل يادې ساتي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې مېجر عزيز بھټي شهيد ته لوړې درجې او د هغه كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔











