اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري وئيلي دي د كوچنيانو تحفظ لپاره سياسي عزم، مضبوطه اداره او پرله پسې اقدامات اړين دي، حکومتي ادارې، صوبائي چارواكي، سکول، سول سوسائټي، مذهبي و سماجي مشران او كورنيو له به د خپلو ماشومانو تحفظ يوه مشتركه ملي ذمه واري جوړول وي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې آصفه …
د كوچنيانو تحفظ له سياسي عزم، مضبوطه اداره او پرله پسې اقدامات اړين دي: آصفه بھټو زرداري
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري وئيلي دي د كوچنيانو تحفظ لپاره سياسي عزم، مضبوطه اداره او پرله پسې اقدامات اړين دي، حکومتي ادارې، صوبائي چارواكي، سکول، سول سوسائټي، مذهبي و سماجي مشران او كورنيو له به د خپلو ماشومانو تحفظ يوه مشتركه ملي ذمه واري جوړول وي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې آصفه بھټو زرداري د ماشومانو تحفظ په اړه خپل بيان كښې ووئيل هر ماشوم ته په كور، سکول ، ټولنه كښې او اوس تر زيات شوي حد په ډيجيټل نړۍ كښې هم په محفوظ ماحول كښې د پالنې بشپړه حق ترلاسه دے، د ماشومانو په ضد تشدد، بدسلوکي، استحصال يا غفلت كله هم نجي معامله، معاشرتي روايت يا د بدمرغۍ صورتحال په توګه نظر انداز كېدې نشي۔ دې ووئيل ګرده نړۍ كښې ماشومان پرله پسې جسماني او جنسي تشدد، انساني قاچاق، جبري مشقت، د کم عمرۍ واده، استحصال او آن لائن بدسلوكۍ سره مخ كېږي، ملګرو ملتونو بيا بيا خبردارې وركړې دې چې د ماشومانو په ضد تشدد په لويه كچه موجود دې خو لاره يۍ نيولې كېدې شي، د كوچنيانو تحفظ لپاره سياسي عزم، مضبوط اداره او مسلسل اقدامات ضروري دي۔ دې ووئيل زه پوخ باور لرم چې د پاکستان د ماشومانو تحفظ لپاره داسې نظام لا مضبوطول پكار دي چې پكښې مخنيوې، رپورټنګ، تحقيقات، بحالي او انصاف يو بل سره تړلې وي چرته چې ماشومانو او كورنيو ته معلومه وي چې مرستې لپاره چا ته رجوع كول دي؛ او چرته چې ادارې په سمدستي توګه٬ حساس او په موثره ډول كاروائي وكړي او ځپلې د زيات ذهني اذيت سره مخ نشي۔ دې حکومتي ادارو، صوبائي چارواكو، قانون نافذ كوٶنكو ادارو، سکولونو، سول سوسائټي، مذهبي و سماجي مشرانو، ميډيا، د ټيکنالوجي کمپنو او د ټولو نه زيات كورنيو ته اپېل وكړو چې د خپلو ماشومانو تحفط يوه مشتركه قامي ذمه واري وګرځوي۔آصفه بھټو ووئيل زمونږ ماشومان يوازې هغه وخت د همدردۍ مستحق نه دي كله چې هغوي ته زيان ورسي بلكې بايد مونږ د هغوي نګراني وكړو دغسې چې هغوي كوم زيان سره مخ نه شي










