وزيراعظم د لائيو سټاك څانګي او زرعي برآمدات ودې له د وفاق او صوبو ترمينځه د موثره رابطې او همكارۍ په اهميت زور راوړو

  اسلام آباد 11 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف في اېكړ زرعي پيداوار زياتولو، زراعت كښې جدت راوستلو، لائيو سټاك څانګي او زرعي برآمدات ته وده وركولو لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه د موثره رابطې او همكارۍ په حاجت زور راوړلو سره ويلي پاکستاني زرعي مصنوعات لپاره نړيوالو ماركيټونو ته لاسرسي زياتولو او نور نوي ماركيټونه لټولو له دې كوټلي اقدامات وكړې شي۔ د وزيراعظم آفس پرېس …

 

اسلام آباد 11 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف في اېكړ زرعي پيداوار زياتولو، زراعت كښې جدت راوستلو، لائيو سټاك څانګي او زرعي برآمدات ته وده وركولو لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه د موثره رابطې او همكارۍ په حاجت زور راوړلو سره ويلي پاکستاني زرعي مصنوعات لپاره نړيوالو ماركيټونو ته لاسرسي زياتولو او نور نوي ماركيټونه لټولو له دې كوټلي اقدامات وكړې شي۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د زرعي څانګې او زرعي برآمدات ودې په اړه د اعلیٰ پايې غونډه وشوه۔غونډې ته وېنا كښې وزيراعظم وويل زرعي څانګه د پاکستان د معيشت پرمختګ او استحکام كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي، في اېكړ زرعي پيداوار زياتولو، زراعت كښې جدت راوستلو، لائيو سټاك څانګي او زرعي برآمدات ته وده وركولو له د وفاق او صوبو ترمينځه موثره رابطې او شراکت دارۍ ته اړتيا ده۔ وزيراعظم د زرعي برآمدات ودې لپاره بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز كښې تعينات کمرشل افسرانو ته د موثره کردار ترسره كولو هدايت وكړو۔  وزيراعظم  كروندګرو لپاره د فصلونو نګرانۍ سره د اړوند موبائل اېپ په اړه خبرتيا پيدا كولو لپاره د موثره ميډيا كمپائن چلولو سپارښتنه وكړه۔ په غونډه كښې د زرعي څانګي ودې او زرعي برآمدات زياتولو لپاره تجاويز وړاندې كړې شول۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان ، د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کام وفاقي وزيره شزا فاطمه، د صنعت و پيداوار صلاحكار هارون اختر، د خزاني او رريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني، د قومي غذائي تحفظ وزير مملکت ملك رشيد احمد او اړوندو اعلیٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔