’’بي اېم اېچ 786‘‘ کوم لائسنس يافته حج آرګنائزر نه دے، نه دغه ادارې ته كومه حج کوټه الاټ کړې شوي: د مذهبي چارو وزارت

  اسلام آباد11 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د راروان كال پرائيويټ حج سکيم لاندې حج له تللو كښې خوښي لرونكو ته خبردارې وركولو سره وئيلي دي’’بي اېم اېچ 786‘‘ کوم لائسنس يافته حج آرګنائزر نه دے، نه دغه ادارې ته كومه حج کوټه الاټ کړې شوې۔ د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت يو بيان كښې په ډاګه كړه چې’’786 BMH‘‘ لائسنس يافته منظم حج …

 

اسلام آباد11 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د راروان كال پرائيويټ حج سکيم لاندې حج له تللو كښې خوښي لرونكو ته خبردارې وركولو سره وئيلي دي’’بي اېم اېچ 786‘‘ کوم لائسنس يافته حج آرګنائزر نه دے، نه دغه ادارې ته كومه حج کوټه الاټ کړې شوې۔ د جمعې په ورځ د مذهبي چارو وزارت يو بيان كښې په ډاګه كړه چې’’786 BMH‘‘ لائسنس يافته منظم حج آرګنائزر  نه دے او نه دغې ته د پرائيويټ حج سکيم ترمخه كومه حج كوټه الاټ کړې شوې۔ وزارت حج كونكي خبردار كړي چې د حج انتظامات په نوم يادې شوې ادارې يا كوم غير لائسنس يافته تن يا کمپنۍ له روپۍ ورنه كړي۔ د موجوده حج سيزن لائسنس يافته منظمينو فهرست پهسرکاري حج مينجمنټ سسټم hajj.mora.gov.pk او پاك حج ايپ موجود دې۔