اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د باني پاکستان قائداعظم (رح) 78م تلين د جمعې په ورځ په يوولسم ستمبر عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو۔ د قام د بابا د مړينې په ورځ د هغه په مزار د ګارډ آف آنر دستوره وشوه ۔ په دې موقع اهم سياسي و سماجي شخصيات او اعلی سرکاري چارواكي مزار قائد ته حاضر شول۔ د قائداعظم په مشرۍ كښې د نيمې …
د قائداعظمؒ تلين عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د باني پاکستان قائداعظم (رح) 78م تلين د جمعې په ورځ په يوولسم ستمبر عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو۔ د قام د بابا د مړينې په ورځ د هغه په مزار د ګارډ آف آنر دستوره وشوه ۔ په دې موقع اهم سياسي و سماجي شخصيات او اعلی سرکاري چارواكي مزار قائد ته حاضر شول۔ د قائداعظم په مشرۍ كښې د نيمې وچې مسلمانانو جلا وطن پاكستان جوړولو لپاره د فرنګيانو د تسلط نه نجات ترلاسه كړو٬ قائد اعظم په 25 دسمبر 1876 كښې په كراچۍ كښې زېږېدلې ٶ۔ د قانون د تعليم نه وروسته د خپل قانوني قابليت او اصول پسندۍ له امله زر د نيمې وچې په نوموړو قانونپوهانو كښې شمېر شو۔ په كال 1906 كښې يۍ په سياست كښې برخه واخسته او اول په انډين نېشنل کانګرېس او بيا په كال 1913 كښې آل انډيا مسلم ليګ كښې شامل شو۔ په كال 1937 كښې مولانا مظهرالدين هغه ته د “قائداعظم” لقب وركړو۔ د دوي د زيرك قيادت٬ سياسي او آئيني هلو ځلو په نتيجه كښې د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن مطالبې عملي شكل اختيار كړو او په 14 اګست كال 1947 پاکستان د نړۍ په نقشه رامخې ته شو۔ د پاكستان جوړېدو نه وروسته قائداعظم د هېواد وړومبې ګورنر جنرل غوره كړے شو ٬ قائد اعظم د يو مضبوط٬ منظم او جمهوري پاكستان جوړولو خواهش لرلو خو د ناروغتيا له امله يۍ زياته موده كار ونه كړې شو او په 11 ستمبر 1948 كښې پحق ورسېدو۔ د قائد اعظم د تلين په موقع په مزار قائد دستوره او ګرد هېواد كښې پروګرامونه د دې خبرې عكاس دي چې د قائداعظم هلې ځلې، قيادت او پاکستان جوړولو كښې د دوي كردار نن هم د قامي تاريخ بنيادي باب دے٬ د باني پاکستان د كاليزې په موقع سول ٬ پوځې قيادت، سياسي مشرانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو قائد اعظم ته په بشپړه ډول پېرزوئنې وړاندې كړې۔










