قائد اعظم ؒ يو منتشر قوم له نظريه ٬ شعور او آزاد رياست وركړو: د كورنيو چارو وفاقي وزير

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناحؒ ته د هغه په سترو ستړو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان مؤسس د نيمې اوچې مسلمانان غلامۍ څخه آزادولو سره د نړۍ په نقشه يو آزاد او باوقاره رياست جوړ كړو۔ د هغه ځانګړې قيادت د قومي تاريخ يو روښانه باب دے۔ په خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د …

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناحؒ ته د هغه په سترو ستړو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د پاكستان مؤسس د نيمې اوچې مسلمانان غلامۍ څخه آزادولو سره د نړۍ په نقشه يو آزاد او باوقاره رياست جوړ كړو۔ د هغه ځانګړې قيادت د قومي تاريخ يو روښانه باب دے۔ په خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د قائداعظمؒ په شخصيت كښې د كردار لوړوالې ، صدق او د عمل يكسوئي ښكاره ليدلې شوه۔ هغه د زياتې ناروغۍ باوجود قام د آزادۍ منزل ته ورسولو۔ وفاقي وزير ووئيل قائداعظمؒ د اقلیتونو د مساوي حقونو علمبردار و او حكومت يۍ د اولس امانت ګڼلو۔ ده ووئيل ايمان ٬ اتحاد او تنظيم د پاكستان اصل روح دي او په دې عمل كول د پرمختګ يوازينۍ لاره ده۔