اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان پرمختللې او فلاحي رياست جوړول د قائداعظم محمد علي جناح د سياسي ميراث وړومبې مقصد دے ، د پاکستان پرمختګ ٬ سوكالي او خېرښګړه د ټول قام اجتماعي هلو ځلو سره ممكن ده۔ د زيارت په ورځ د قائداعظم ؒ 78م تلين په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل نن د قائد اعظم 78م …
پاکستان پرمختللې او فلاحي رياست جوړول د قائداعظم محمد علي جناح د سياسي ميراث وړومبې مقصد دے، د وزيراعظم د قائداعظم په 78م تلين پېغام
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان پرمختللې او فلاحي رياست جوړول د قائداعظم محمد علي جناح د سياسي ميراث وړومبې مقصد دے ، د پاکستان پرمختګ ٬ سوكالي او خېرښګړه د ټول قام اجتماعي هلو ځلو سره ممكن ده۔ د زيارت په ورځ د قائداعظم ؒ 78م تلين په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل نن د قائد اعظم 78م تلين په موقع ټول قام د خپل عظيم رهبر بصيرت لرونكي قيادت او بشپړه قامي لارښودنې ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ وزيراعظم ووئيل قائداعظم د نړۍ ھغه نوموړې لارښود دې چا چې د تاريخ مخ اړولو سره په سختو حالاتو كښې د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د آزاد رياست لاره هواره كړه۔ وزيراعظم ووئيل قائد اعظم دا خبره په ډاګه كړه چې د رياست پاكستان بنياد په اسلامي اصولو ولاړ دے كوم چې د رنګ و نسل٬ شهري او مذهبي آزادۍ د تفريق نه غېر په يو ډول بنيادي حقونو او فرائضو باوري لري۔ وزيراعظم ووئيل نننۍ ورځ د دې خبرې متقاضې ده چې د قام په حېث د قائد اعظم په رهنما اصولو عمل كولو لپاره د لوظ تجديد وكړو٬ د قائد اصول، ايمان، اتحاد او نظم و ضبط د راتلونكي كول تعليم او تربيې لپاره لارښودنه او ځلنده قامي سباٶن لپاره د لارې مشال دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د قائداعظم ميراث ته پېرزوئنې وړاندې كولو بهترين طريقه هم دا ده چې مونږ ملي وحدت٬ معاشرتي همكارۍ او معاشي استحکام ته وده وركولو لپاره په ګډه كار وكړو دغسې چې راتلونكې كول ته يو داسې هېواد په ورثه كښې ترلاسه شي كوم چې د عظيم قائد د افکار او نظرياتو حقيقي آئينه دار وي۔ ده ووئيل نن ټول قام د باني پاکستان قائد اعظم لوړو درجو لپاره لاس په دعا دے ٬ لوي څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ وركړي۔ آمين۔












