اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف امر وكړو چې د نان ټېرف ټولو اقداماتو دې جامعه آډټ وكړئ شي، د تجارت په لاره كښې رامخې ته شوي خنډان دې لرې كړې شي، وزيراعظم ټولو بندرځايونو لپاره ټائم ريليز آټوميټډ سسټم مقرره اهداف، د نان ټيرف اقداماتو جاج لپاره د ورکنګ ګروپ منظوري وركړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له …
د نان ټېرف ټولو اقداماتو دې جامعه آډټ وكړې شي، د تجارت په لاره كښې رامخې ته شوي خنډان دې لرې كړې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټريډ فيسيليټيشن بورډ په غونډه كښې امر
اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف امر وكړو چې د نان ټېرف ټولو اقداماتو دې جامعه آډټ وكړئ شي، د تجارت په لاره كښې رامخې ته شوي خنډان دې لرې كړې شي، وزيراعظم ټولو بندرځايونو لپاره ټائم ريليز آټوميټډ سسټم مقرره اهداف، د نان ټيرف اقداماتو جاج لپاره د ورکنګ ګروپ منظوري وركړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ټريډ فيسيليټيشن بورډ وړومبۍ غونډه وشوه٬غونده د ټولو بندرځايونو لپاره د ټائم ريليز آټوميټډ سسټم هدفونه څخه خبر كړې شوه۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د روان مالي كال تر پائې د 30 فيصده پري ارائيول کليئرنس هدف مقرر كړې شوے ، د روان كال تر پائې د ګرين چينل برخه تر 65 فيصد ه د زياتولو هدف مقرر كړې شوے ، د روان كال تر پائې د مجاز اقتصادي آپريټرز شمېره د 50 نه د زياتولو هدف مقرر كړې شوے۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل حکومت کاروباري ورورولۍ له هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره عزم لري، د تجارت وده او په کاروباري هلو ځلو كښې آسانۍ پېدا كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده، تجارتي عمل كښې د غېر ضروري تاخير خاتمه، کاروباري لګښت كښې کمې او د برآمداتو ودې لپاره دې موثره اقدامات وكړې شي، تجارت كښې د سهولت كارۍ د لارې پاکستان د سيمه ايز او نړيوال سپلائي چينز موثره برخه جوړولو لپاره حكومت عزم لري۔ ده ووئيل چې د ټريډ فسيليټيشن بورډ بنيادي مقصد د تجارت په اړه ټولو تګلارو كښې رامخې ته خنډان لرې كول دي، د زيات حجم وړ په بندرځايونو دې ټولې اړوند ادارې كاروباري ورورولۍ ته په يو مقام سهولتونه وركړي٬ د بېلو ادارو مشتركه انسپيکشن او مشترکه پروفائلنګ نظام ته دې وده وركړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د نان ټېرف ټولو اقداماتو دې جامع آډټ وكړئ شي، د تجارت په لاره كښې رامخې ته ډېر ضروري خنډان دې لرې كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاکستان تر بندرځايونه نېغ په نېغه شپنګ لائنز لپاره دې موثره اقدامات وكړې شي، د نېغ په نغه شپنګ سهولت څخه به د پاکستاني كارخانو څخه تر نړيوال پرچېزرز د مصنوعات ترسيل لا آسان او تيز شي۔ وزيراعظم د قامي تجارتي کارکردګۍ انډيکس جوړولوه هم امر وكړو٬ په قامي تجارتي کارکردګي انډيکس كښې به کارګو ډويل ټائم،، کسټمز کليئرنس، لاجسټکس، شپ کليئرنس ټائم، پوسټ کليئرنس آډټ او د پري کليئرنس پشمول نورو اهمو اشاريو يمائش وكړې شي٬ ده په تجارت كښې د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې کاروباري ادارو برخه زياتولو لپاره د خاص اقداماتو كولو هم امر وكړو ۔ ده ووئيل چې ايس ايم ايز دې د تجارتي سفر د بېلو پړاٶنو ميپنګ د لارې دوي ته رامخې ته خنډان په ګوته كړي، په تجارت كښې سهولت لپاره دې د رسك مينجمنټ نظام لا موثره كړې، د کارګو کليئرنس عمل تيزولول پاره دې کنټرولز ته پري ارائيول څخه د پوسټ ريليز تر پړاٶ پراختيا وركړې شي، يوازې هائي رسك کارګو دې تفصيلي جانچ پړتال وكړې شي۔ ده ووئيل چې رسک مينجمنټلا موثره كولو او تجارتي عمل تيزولو لپاره دې مصنوعي ذهانت څخه استفاده ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ټولو بندرځايونو لپاره د ټائم ريليز آټوميټډ سسټم مقررههدفونو منظوري وركړه۔ وزيراعظم نان ټيرف اقداماتو جاج لپاره د وركنګ ګروپ هم منظوري وركولو سره امر وكړو چې دا ورکنګګروپ دې غېر ضروري قواعدو خاتمې او تجارت كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره په يو مياشت كښې روډ مېپ وړاندې كړې شي۔ په عونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن، اعظم نذير تارړ، جنيد انوار چوهدري، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر خان، وزير مملکت بلال اظهر کياني او دټريډ فيسيليټيشن بورډ غړو ګدون كولو۔












